روزنامه هیواد

ترکیه کولای شی د افغان سولې په پروسه کې مهم رول ولوبوی

د سولې عالی شورا وایی: ترکیه په سیمه کې په خپل پیاوړی دریځ او دغه شان له پاکستان او روسیې سره خپلو ښو اړیکو ته په پام سره کولای شی ، چې د افغان سولې په بهیر کې مهم رول ولوبوی. وروسته له هغه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان د سولې په اړه د کابل، اسلام آباد او انقرې ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د جوړېدو خبره وکړه، د افغانستان د سولې د عالی شورا ځینې غړی له دغه هېواده غواړی چې په خپل پیاوړی دریځ سره د افغانانو په مالکیت او مشرۍ له دغه بهیر سره همکاری وکړی.قاضی محمد امین وقاد د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو ته ویلی، چې ترکیه په سیمه کې د یوه پیاوړی هېواد او له پاکستان او روسیې سره خپلو ښو اړیکو ته په پام سره کولای شی ، چې د افغانستان د کشالې په هواری کې اغېزمن رول ولری:ده زیاته کړه: (( ترکیه خو یو خپلواک او پیاوړى هېواد دی، هغوی چې کوم دریځ نیسی، افغانستان او پاکستان به په جریان کې وی او په کې به خپل مسوولیت او صلاحیت لری، دا چې دوی د افغانستان له خلکو سره خواخوږی لری، موږ ترې مننه کوو او هیله لرو چې د سولې په بهیر کې د افغانستان د خلکو مالکیت او مشرتوب له نظره ونه غورځول شی.))

ښاغلی وقاد وایی: هر هېواد یا نړیوال سازمان چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د افغانستان د سولې په برخه کې هڅه کوی، دوی یې ملاتړی دی.دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلی، چې هېواد به یې په پسرلی کې د افغانستان د سولې په اړه د درې اړخیزې غونډې کوربه وی.ښاغلی اردوغان د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په انقره کې په ګډ خبری کنفرانس کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د افغانستان، پاکستان او ترکیې درې اړخیزه غونډه مهمه وبلله.بله خوا د پاکستان صدراعظم عمران خان د وړمې ورځې په کنفرانس کې بیا ویلی، چې افغانان له جګړې ډېر کړېدلی او سولې ته سخته اړتیا لری.له دې مخکې افغان حکومت هم ټینګار کړى چې که ‎چېرې طالبان له افغان حکومت سره لیدو او خبرو کولو ته حاضر نه شی، دوی به خپل مرکچی پلاوی جدې ته ونه لېږی.په ورته وخت کې د افغانستان د ولسی جرګې د نړیوالو اړیکو دکمېسیون غړی سید علی کاظمی هم د سیمه ییزې اجماع په چوکاټ کې د افغان سولې په بهیر کې د ترکیې پر اغېزمن رول او اقداماتو ټینګار کوی.ده وویل: (( ترکیه یو له اغېزه لرونکو هېوادونو څخه ده، که دوی له یوې پیاوړې ارادې سره پرېکړه وکړی، کولای شی پاکستان ته قناعت ورکړی ، چې د افغان سولې په بهیر کې رښتینی ګامونه واخلی.))ترکیه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې فعالیت لری او اړیکې یې هم له افغانستان سره ښې او دوستانه دی.د چارو شنونکی وایی: ترکیه په سیمه کې له با نفوذه اسلامی هېوادونو څخه ده چې کولای شی، خپل دې موقف ته په پام سره طالبان هم له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید