روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

ترکیه په کندهار کې نوې کونسلګری پرانیزې

 په افغانستان کې د ترکیې سفیر اوزهان ارطغرل وایی، ډېر ژر به په کندهار کې د ترکیې نوې جنرال کونسلګری پرانیستل شی.ارطغرل په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سیاسی مرستیال میروس ناب سره لیدنه کې ویلی، چې هېواد یې غواړی په دې هېواد کې خپل دیپلوماتیک ماموریت نور هم پراخ کړی.نوموړی زیاته کړې، چې د افغانستان او ترکیې د دیپلوماتیکو اړېکو د سلمې کالیزې رارسېدو په مناسبت باید په ترکیه او افغانستان کې په ګډه یو لړ پروګرامونه تر سره شی.د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی معیین میرویس ناب په نږدې راتلونکی کې په کندهار کې د ترکیې د نوې جنرال کونسلی د پرانیستلو هر کلی کړی دی.نوموړی ویلی، چې یاد کار به د دواړو هېوادونو د دیپلوماتیکو اړېکو پراخېدو سبب شی.ترکیه هغه هېواد دی، چې په مختلفو برخو کې له افغانستان سره ډېری وخت مرسته کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید