د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلی، هېواد یې له فلسطین سره اوږه په اوږه ولاړ دی او د فلسطینیانو د حقونو تحقق په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوی.نوموړی زیاته کړې، دوی له ټولې اسلامی نړۍ سره خواخوږی لری ، خو فلسطین چې له هره اړخه ځپل شوی او له کلونو راهیسی د اسراییلو له لوری ورسره ظلم کېږی دوی به یې هېڅکله یوازې پرې نه ږدی.اوغلو له فلسطینی وګړو سره د همغږۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړی پیغام کې ویلی، ترکیه به په هر حالت کې د فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړی.په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوېترېش بیا په فلسطین کې د اسراییلو له لوری د انسانی ضد کړنو له غندلو پرته ویلی، چې له فلسطین سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړی.