روزنامه هیواد

ترکىې او یونان ژمنه کړې چې افغان کډوال به په زوره نه باسی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزىر واىی: ترکی او یونانی چارواکو ورسره په یادو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواری ژمنې کړې دی.

دى وایی، ترکىې او یونان ورسره ژمنه کړې چې افغان کډوال به په اجباری توګه له خپلې خاورې نه باسی. سىد حسىن عالمی بلخی د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبری غونډې ته ووىل چې ترکىې او ىونان ته ىې د سفر پرمهال د یادو هېوادونو له چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو د هواری په اړه خبرې کړې دی: (( هغه کډوال چې له اىرانه ترکىې او یا نورو ځاىونو ته لېږدول کېږی، دوى قربانىان دی او موږ باىد د قربانىانو پر وړاندې د مبارزې پر ځاى چې له مرګه د تېښتې لپاره نورو هېوادونو ته پنا وړی، د قاچاقبرانو پر وړاندې مبارزه وکړو، ما هلته دا ټىنګار وکړ چې افغانستان لا هم یو ناامنه هېواد دى او هغه خلک چې دغو هېوادونو ته ځی، دا په دې معنا نه ده چې دوى یو آرام ژوند پرېږدی او کډوالۍ ته زړه ښه کوی.)) د کډوالو او راستېدونکو چارو وزىر د اىران، ترکىې او روسىې له لارې اروپایی هېوادونو ته د تلونکو افغان کډوالو د شمېر د کموالی خبره هم وکړه، خو دقىق ارقام ىې وړاندې نه کړل. ښاغلی بلخی ووىل، په ټوله کې له یاد مسىره د یوه کال په موده کې یو لک او اوىا زره کډوال له بېلابېلو هېوادونو اروپا ته تللی چې زىات شمېر افغان کډوال هم په کې شامل دی.

زىاتره هغه افغان کډوال چې غواړی، ځانونه اروپا ته ورسوی، له اىران، ترکىې او یونان څخه د ټرانزېټ په توګه استفاده کوی.

هغه افغان کډوال چې په ىادو هېوادونو کې مېشت دی، تل ىې د امکاناتو له نشتوالی او له دوى سره د ناوړه وضعىت له امله شکاىتونه کړی دی. د یونان په مورىا کمپ کې افغان کډوال له وژنو نىولې، تر جنسی ځورونو، وهلو ټکولو او ډول ډول نورو ستونزو سره مخ دی.

افغان چارواکو په کراتو په بهرنىو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د هواری او اړوندو هېوادونو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنې کړې، خو د نړىوالو چارو کارپوه داوود ماىار وایی چې د هېوادونو مشران یوازې ژمنې کوی، خو په عمل کې هېڅ هم نشته.

خو په ټوله کې د امنىت نشتوالى، اقتصادی ستونزې، بېکاری او یو شمېر نور مساىل هغه څه دی چې له امله ىې افغان کډوال اړ کېږی چې خپل هېواد پرېږدی او د هوسا ژوند په لټه یوه سخت سفر ته چې له مرګه او ډول ډول نورو ستونزو خالی نه‌ دى، زړه ښه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید