روزنامه هیواد

ترکىه غواړی د داعش جنګىالی، اړونده هېوادونو ته وسپاری

د ترکىې د کورنىو چارو وزىر د شنبې په ورځ وویل چې هېواد ىې د داعش د غړیو لپاره کوم «هوټل» نه دى او غواړی د دغه ډلې ځىنې جنګىالی جرمنی ته واستوی. ځىنو اروپایی هېوادونو د داعش له پلوىانو د خپل هېواد تابعىت اخىستى دى. ترکىې هوډ ښوودلى چې د داعش ترهګرې ډلې ۲۰ جرمن غړی بېرته خپل هېواد ته واستوی. دغه خبر د ترکىې د ولسمشر رجب طىب اردوغان، د ارتباطاتو ریىس ورکړى دى. د فحرتىن التوم د معلوماتو له مخې د ترکىې پوځ ىوه مىاشت مخکې د سورىې په شمال کې د تازه پوځی عملىاتو له پیلولو راهىسې د داعش څلور جرمن غړی نىولی دی. د هغه په خبره لا ترمخه ۱۶ جرمنیان د داعش د غړىتوب له کبله د اخراج په مرکزونو کې دی.التوم په استانبول کې ىو شمېر جرمنی رسنىو ته ووىل: (( موږ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د خپلو متحدىنو ګډې همکارۍ او فعاله مشارکت ته اړتىا لرو.))لا د شنبې په ورځ د ترکىې د کورنىو چارو وزىر سلىمان سوىلو وىلی وو: (( موږ د نورو هېوادونو د داعش د غړیو لپاره کوم هوټل نه ىوو.« هغه په عىن وخت کې پر دې انتقاد کړى و چې ډېرى شمېر اروپایی هېوادونو د داعش له شکمنو غړیو څخه د خپل هېواد تابعىت بېرته اخىستى. د هغه په خبره دا د نه منلو وړ او غىر مسوولانه دى. د سلىمان سوىلو په خبره د برىتانىې او هالنډ په څېر هېوادونه چې د سورىې په شمال کې ىو شمېر نىول شوی بندىان ىې اتباع دی، په دې ډول د هغوى له منلو ځان خلاصوی. د سورىې په شمال کې په اکتوبر مىاشت کې د ترکىې پىل شوی پوځی عملىات چې اوس د ىوه اوربند په پاىله کې درېدلی دی په لومړی قدم کې د کردی ولسی واحدونو (واى پی جی) پر ضد وو. د انقرې حکومت دغه ملېشې د منع کړاى شوی کردی کارګر ګوند (پی کې کې) سورىاىی څانګه انګېری او د ىوه ترهګر سازمان په څېر ىې پر ضد جنګېږی. د سورىې دىموکراتىک ځواکونه (اس ډی اف) چې زىاتره برخه ىې کردان جوړوی هم د داعش ډېر بهرنی پلوىان نىولی دی. خو ډېر شمېر اروپاىی هېوادونه د هغوى له منلو ډډه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید