روزنامه هیواد

ترکىه ستر پوځی تمرینونه کوی

د ترکىې پوځ په روان کال کې په دویم ځل په اژه سمندرگی، مدیترانې او تور سمندرگی کې پوځی تمرینونه کوی. د دفاع وزارت په حواله په مانورو کې ۲۵۹۰۰ تنه پرسونل، له سلو زیاتې کښتۍ، څرخی الوتکې او بې پېلوټه الوتکې برخه اخلی. په عملیاتو کې به د مځکنی، سمندری او هوایی ځواک ترمنځ همغږی و آزمویل شی. دا تمرین په داسې حال کې کېږی چې له گاونډی هېواد قبرص سره ترینگلتیا زیاته شوې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید