روزنامه هیواد

ترکمنستان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو کوربه‌توب ته چمتوالى وښود

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ پنځمه امنىتی غونډه د چهارشنبې په ورځ په کابل کې و شوه ، چې په کې د سىمه‌ىىزو پروژو په څرنګوالی او پلی کېدو خبرې وشوې.د ىاد وزارت وىاند صبغت الله احمدی د چهارشنبې په ورځ په غونډه کې ووىل: د دواړو هېوادونو د بهرنىو چارو د وزىرانو تر منځ په ىاده غونډه کې د کابل او عشق آباد تر منځ د دوه اړخىزو اړىکو په پراختىا او د سوداګرو د ىوې ګډې شورا په جوړولو هم بحث وشو.نوموړی زىاته کړه: (( د افغانستان او ترکمنستان تر منځ په پنځمه امنىتی او سرحدی غونډه کې په بنسټیزو پروژو لکه ټاپی، د برېښنا پروژې او په ځینو نورو موضوعاتو بحث وشو، خو د افغانستان او ترکمنستان د بنسټیزو پروژو امنىت او د سىمې نښلول د دغې غونډې مهمې خبرې وې.))د ټاپی پروژه، چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته لىږدوی، د ټاپ ۵۰۰ پروژه چې د ترکمنستان برېښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدوی او د کاسا زر پروژه ،چې د منځنۍ آسىا څخه د افغانستان له لارې جنوبی آسىا ته برېښنا لېږدوی هغه مهمې بنسټیزې پروژې دی چې دواړه هېوادونه یې په برىا سره د ترسره کېدو هلې ځلې کوی.د اجرائىه رىاست څخه په خپره شوی اعلامىه کې راغلی ،چې عبدالله عبدالله له ښاغلی مرادوف سره په لىدنه کې د دواړو هېوادونو د اړىکو د پراختىا او پىاوړتىا غوښتنه او د سولې په برخه کې یې د ترکمنستان له مرستو مننه وکړه.په اعلامىه کې راغلی چې د ترکمنستان د بهرنىو چارو وزىر ترورېزم د سىمې ګډ ګواښ وباله او وىی وىل هېواد یې چمتو دى، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د غونډو کوربه‌توب وکړی.ښاغلی مرادوف له افغان چارواکو سره د خبرو پرمهال په ښه شکل د ټاپی پروژې د پلی کېدو، د اقىنې په بندر کې د لس کىلومټرو په اندازه د رېل پټلۍ د غځېدو او سرحدی سىمو ته د برېښنا د لېږد خبر هم ورکړ.بل خوا د اقتصادی چارو کارپوهان چې له ډلې یې سىد الرحمان عمران وایی: د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادی پراختىا لپاره هڅې ګټورې دی ،چې د ده پر وىنا د افغانستان پر امنىتی وضعىت هم اغېز لرلاى شی.نوموړى وایی:((د افغانستان او ترکمنستان تر منځ چې همکاری هر څومره زىاتىږی په هماغې اندازه په امنىت مثبت اغېز لری او دا کار د دواړو هېوادونو تولىداتو او محصولاتو ته ښې لارې پىدا کولاى شی.))ښاغلی عمران د افغان حکومت له مشرانو هم غواړی، چې د سىمې د نورو هېوادونو سره اقتصادی اړىکې پراخې کړی.د ده پر وىنا دا ډول اقدامات افغانی محصولاتو ته ښه مارکېټ پىدا کولاى شی، چې افغانستان پر پښو دروی.

ىوسف خان ځدران

ممکن است شما دوست داشته باشید