روزنامه هیواد

ترهګر د هېڅ هېواد سیاسی او پوځی ګټې نه شی تضمینولاى

د افغانستان حکومت تمه ښیی چې د پاکستان نوى حکومت به په افغانستان کې د سولې پروسې له بریا سره صادقانه همکاری وکړی.اجرائیه ریاست وایی: ترهګر د نړۍ د هېڅ هېواد سیاسی او پوځی ګټې هم نه شی تضمینولاى.د افغانستان اجرائیه ریاست دغه څرګندونې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د وروستیو خبرو په ځواب کې وکړې چې په افغانستان کې یې د سولې د هڅو ملاتړ کړى دى.د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

​(( پاکستان کولاى شی د افغانستان د سولې او جګړې په چارو کې جدی نقش ولوبوی، موږ په وار- وار اعلان کړى چې ترهګر د هېڅ یوه هېواد ګټې هم نه شی تضمینولاى، له ترهګرو د وسیلې په توګه استفاده غلط سیاست دى، د پاکستان له نوی حکومت څخه به مو انتظار دا وی چې په بریالی ډول د

افغانستان د سولې پروسې د بشپړتیا په برخه کې جدی، عملی او رښتینی ګامونه پورته کړی چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو؛ په سیمه او نړۍ کې د کرارۍ شاهدان واوسو.))د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې پخوا یې په خپلو  یو لړ څرګندونو سره په افغانستان کې عکس العملونه پارولی وو، د افغانستان پر وړاندې د معتدل سیاست خبره کړې ده.​عمران خان د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې په یوه تلوېزیونی وینا کې وویل ،چې په افغانستان کې به د سولې د ټینګښت او د امریکا له متحدو ایالتونو سره د ګډ کار هڅه وکړی،خو عمران خان له دې مخکې په افغانستان کې د ترهګرو پرضد د امریکا پر روانې پوځی مبارزې او په پاکستان کې پر افراطی وسله والو د امریکا د بې پېلوټه الوتکو پر حملو انتقادونه کړی وو.د تحریک انصاف ګوند د پاکستان په پارلمانی انتخاباتو کې چې د تېرې چهارشنبې په ورځ وشول، د خپلو نورو سیالو ګوندونو په پرتله زیاتې چوکی یې خپلې کړی، خو مطلق اکثریت یې نه دی ګټلی.د اکثریت لپاره د پاکستان د ملی اسمبلۍ د ٢٧٢ چوکیو له جملې ١٣٧څوکیو ته اړتیا وه، خو د ده ګوند لږ تر لږه ١١۵ څوکۍ ګټلې دی.د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د ائتلافی حکومت د تشکیل پر سر وړمه ورځ خبرې پیل کړې.تر ډېره ګومان کېږی چې د عمران خان شا ته د پاکستان پوځ ولاړ دى چې له واک څخه د پخوانی صدراعظم نواز شریف په لرې کولو کې هم ښکېل بلل شوى دى.ویل شوی نواز شریف هڅه کوله چې د پاکستان پر سیاست د پوځ دودیزه واکمنی راکمه کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید