روزنامه هیواد

ترهګر به هېڅ وخت خپلو شومو موخو ته ونه رسېږی

ارګ، کابل: په ډېرې خواشینۍ سره چې د افغانستان دښمنانو یو ځل بیا وړمه غرمه  په کابل ښار کې د مارشال محمد قسیم فهیم د ملی دفاع پوهنتون ته څېرمه د تروریستی برید په ترسره کولو سره، یو شمېر محصلین او هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل. جمهوررییس غنی په سعودی عربستان کې د اسلامی همکاریو سازمان د مشرانو په څوارلسمه غونډه کې د ګډون په موخه یاد هېواد  ته د رسمی سفر پرمهال دغه تروریستی برید د سخت غندلو ترڅنګ وویل: تروریستان چې حتی د روژې په مبارکه میاشت کې هم  له وژنو او جنایتونو لاس نه اخلی، دوی به هېڅ وخت هم خپلو شومو موخو ته ونه رسېږی او د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره به د ځان په اړه د خلکو کرکه نوره هم زیاته کړی. جمهوررییس غنی د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګندوی، د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت  او ټپیانو ته د ښې روغتیا دعا کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید