روزنامه هیواد

ترهګری نه یوازې افغانستان بلکې سیمې ته هم ګواښ دی

د سیمه ییزې هکارۍ سازمان یا شانګهاى سرمشریزه پرون د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې پیل شوه. په ‌دې غونډه کې د روسیې، چین، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، هندوستان او پاکستان رهبران برخه لری. په سرمشریزه کې افغانستان، بېلاروس، ایران او منګولیا هم ګډون کړى،چې د شانګهاۍ د همکارۍ سازمان څارونکی غړی دی. دې غونډې ته د افغانستان په استازیتوب ولسمشر غنی ورغلی دی. دا سرمشریزه به د امنیت پر موضوع، د ترورېزم او مخدرو موادو د قاچاق په وړاندې په مبارزه کې د دغه سازمان د غړیو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا بحثونه وکړی. پر اقتصادی پرمختګ، صنعت او د بشرپالنې په برخه کې پر همکارۍ هم خبرې او بحثونه کېږی، په دغه سرمشریزه کې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او د ایران د ٢٠١۵میلادی کال د اټومی تړون پر موقف هم خبرې کېږی، خو له دې وړاندې دې غونډې پرون شل سندونه لاسلیک کړل چې یو یې د تماس ډلې د لارې نقشه ده. د سازمان د سرمشریزې له اجندا سره سم ولسمشر محمد اشرف غنی هغه ستونزې یادې کړې، چې سیمه ننګوی او په دې غونډه کې پرې بحث کېږی، ولسمشر غنی دې سرمشریزې ته په وینا کې وویل: ترهګری، جګړه او مخدر توکی نه یوازې افغانستان، بلکې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو لپاره هم ګواښ دی، خو له نېکه مرغه افغان ځواکونو د مخدرو توکو ګڼې فابریکې له منځه وړې دی. ولسمشر غنی دا ستونزه هم یاده کړه،چې په افغانستان کې د طالب او ترهګر په مټ روانه جګړه تر هغې نه ختمېږی، چې د سیمې یو شمېر هېوادونه یې ملاتړ پرې نږدی. له همدې امله د سیمې وضعیت هم ګواښی، خو په دغه راز حالت کې باید د ترهګرۍ او اورپکۍ ملاتړ ختم او پرضد یې ګډه مبارزه وشی، ولسمشر غنی هوایی او مځکنۍ لارې او د انرژۍ شبکې د سیمې د اتصال لپاره مهمې وبللې او ویې ویل چې افغانستان د دې سیمې په مرکز کې د جنوب او شمال ترمنځ د تقاطع رول لرلی شی.ولسمشر غنی د دغه سازمان له هغو ټولو مشرانو مننه وکړه چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره یې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت په افغانستان کې د سولې پر اړتیا ټینګار وکړ. ده د شانګهای د همکارۍ ټولنې ته بلنه ورکړه چې د ترورېزم پر ضد مبارزه کې دوه اړخیزه همکاری وکړی. موږ په لومړی ګام کې له دغه سازمانه مننه کوو، چې له سیاسی لارې په افغانستان کې د ستونزې حل غواړی، افغانان هم همدا هیله لری او ولسمشر غنی دا هرڅه دې غونډې ته روښانه کړل، دا د شانګهای ۱۹ مه سرمشریزه ده، چې د سیمې د ستونزو په اړه جوړېږی او پر ګډو ګواښونو بحثونه کوی، خو دا ګډ ګواښ له منځه نه ځی، بلکې په سیمه کې یې په روښانه توګه ملاتړ کېږی، له همدې امله د افغانانو هیله دا ده، چې د دغه سازمان پرېکړې په ګډه عملی شی او هغه ګواښونه لکه ترهګری او مخدر مواد باید په ګډه له منځه یوړل شی، افغانستان د دغو دواړو پدیدو پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی، له نورو سیمه ییزو هېوادونو هم غوښتنه کوی، چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړی. له دې پرته د دغه سازمان پالیسی او پلانونه عملی کېدای نشی! د شانګهای سازمان موخه هم سیمه ییزه همکاری ده، خو په سیمه کې یو شمېر هېوادونه شته، چې په لوی لاس دغه همکاری ګواښی او افغانستان، چې د سیمه ییزې همکارۍ د تحقق او د سیمې د وصل لپاره ستر او مهم موقعیت لری، دا موقعیت پر ترهګرۍ او اورپکۍ ګواښی، موږ وینو، چې پاکستان، ایران او روسیه په ښکاره توګه د دې ترهګرۍ او اورپکۍ ملاتړ کوی او نه یوازې افغانستان بلکې سیمه او نړۍ هم ګواښی، نو د شانګهای سازمان باید په دې اړه فکر وکړی او د سیمه ییزې همکارۍ د تحقق لپاره د ترهګرۍ او اورپکۍ ملاتړ ته د پای ټکی کېږدی، له دې پرته دا همکاری په هېڅ توګه تحقق نه شی موندلی!

ممکن است شما دوست داشته باشید