روزنامه هیواد

ترهګریز بریدونه به د سولې لپاره پیاوړې هڅې اغېزمنې نه کړی!

    په داسې حال کې چې له طالبانو سره د امرىکاىانو خبرې په شدت روانې دی او افغان پلاوى له دې ډلې سره په قطر کې د مخامخ خبرو لپاره چمتووالى نیسی، طالبانو ترهګریزو بریدونو ته زورورکړى دى. طالبانو په بګرام کې د امریکایی ځواکونو پر موټر د سړک غاړې د بمی برید پړه منلې او همدا راز په ننګرهار کې بمی برید ۴۰ ملکی کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده، د کونړ په ماڼوګی ولسوالۍ کې هم د یوې کورنۍ پر وګړیو بمی برید شوى او دې کورنۍ ته یې درانه تلفات اړولی دی. دا بریدونه په ډېر حساس وخت کې کېږی،دا ځکه چې د افغانستان دښمن هېوادونه هڅه کوی، چې د سولې لپاره د امریکا او افغانانو هڅې نابودې کړی، نه یوازې پاکستان، بلکې د ایران ، روسیې او نورو پټ او ښکاره لاسونه دی، چې د امریکا په مشرۍ د سولې هڅې له ناکامۍ سره مخامخ کړی. روسىه، اىران او پاکستان غواړی چې په دا ډول ترهګریزو بریدونو سره د سولې مخه ونىسی. دا بریدونه وحشیانه دی، افغان حکومت ، امریکا او نړیواله ټولنه یې په کلکه غندی، د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر په بګرام کې حمله وحشىانه بللې او غندلې ىې ده. ماىک پامپىو ویلی چې هر ډول وحشىانه، ترورېستی او بزدلانه حمله به د افغان سولې په وړاندې خنډ نه‌شی. د تېرې دوشنبې په ماښام د بګرام هوایی ډګر ته څېرمه د طالبانو له لوری پر امرىکایی عسکرو حمله کې ۳ امرىکایی سرتېری او ىو قراردادی ووژل شول او ۴ نور امرىکایی سرتېری ټپیان شوی دی. طالبان او د هغوى تر شا ولاړ د افغانستان او بشریت دښمنان او ترهګریز سازمانونه غواړی، چې په داسې حملو سره د افغان سولې په بهیر کې امتیازونه تر لاسه کړی او افغان حکومت او امریکا تر فشار لاندې راولی، خو دا خپله د دښمنو لوریو هویت ته نور هم زیان اړوی، دا لا نور هم په ډاګه کوی، چې طالبان هسې تش په نامه د افغانانو په نوم وسله وال دی، خو طالبان اوس نه یوازې د پاکستان، بلکې د ایران او روسیې ډلې هم دی! دا درې واړه هېوادونه په ټول وس هلې ځلې کوی، چې افغانستان لاندې کړی، اوبه او نورې شتمنۍ یې لوټ او تالان کړی، نړیوال ملاتړ یې ختم کړی او خاوره یې د تل لپاره تر ناولې خېټې لاندې کړی!!! خو د تېر تاریخ په څېر به هغوى دا آرمانونه خاورو ته یوسی! دلته اوس طالب ډله تر ستر آزمون لاندې ده، که دوى ځان خپلواک او د افغانانو بچی بولی، نو تر ټولو لومړى دې د سولې لپاره د ښه نیت د ښکاره کولو په موخه اوربند وکړی او له دغو ترهګریزو بریدونو دې لاس واخلی، دوى دې ثابته کړی، چې د سولې لپاره تیارى نیسی!!! خو طالبان او ټولې ترهګرې ډلې دې ښه واوری، چې په جګړه او ترهګریزو بریدونویې نه شی ګټلى، بلکې لا یې پرضد ملی او نړیوال حساسیتونه را پارېږی او تر سختو پوځی بریدونو لاندې به نیول کېږی! طالبان، ترهګرې ډلې او د ترهګرو  تر شا دې ولاړ دښمن هېوادونه هم واوری، چې دوى په دغه راز بریدونو سره د افغانانو هوډ نشی زیانمنولى، بلکې د سولې لپاره هڅې لا پسې زور اخلی او اروپایی او نړیواله ټولنه یې کلک ملاتړ کوی. د دغه پراخ ملی او نړیوال ملاتړ تر سیوری لاندې به هرو مرو سوله راځی او افغانستان به د دښمنو لوریو له تپل شوې جګړې په امن کېږی!

ممکن است شما دوست داشته باشید