روزنامه هیواد

ترهګریز او وحشیانه بریدونه مو له خپل ملی هوډه نه شی په شا کولى

ارګ، کابل: د افغانستان دښمنانو د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ پر وزارت د تروریستی برید له امله یو ځل بیا وحشت وکړ او زموږ یو شمېر بې ګناه وطنوال یې په وینو ولړل.

جمهوررییس غنی د دې وحشیانه برید د غندلو پرمهال وویل: د افغانستان دښمنانو پر ملکی مامورینو او عامه تاسیساتو په برید کولو، وېرې او وحشت  خورولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې له وژنو او جنایت پرته بله موخه نه لری.

جمهوررییس زیاته کړه: دغه ډول وحشی کړنې نه یواځې پرمختګ او لوړو موخو ته د رسېدو په برخه کې زموږ د خلکو د ارمانونوپر وړاندې خنډ نشی واقع کېدى، بلکې د تروریزم له شومې پدیدې سره د مبارزې او د ترور او وحشت د رېښو د نابودۍ په برخه کې زموږ د زړورو امنیتی او دفاعی ځواکونو عزم او اراده لا پیاوړې کوی.

جمهوررییس غنی، اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې او د قربانیانو له کورنیو سره د مرستو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړی. د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررییس د شهیدانو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوی  او  ټپیانو ته د خداى تعالى په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوی.

د امرىکا د دفاع سرپرست وزىر پاترىک شاناهان او د افغان سولې په اړه د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلىلزاد په افغانستان کې د روان وضعىت په اړه خبرې کړې دی.

پاتریک شاناهان وړمه ورځ د اپرېل په نولسمه په ټوېټ کې لىکلی چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې په اړه په پنټاګون کې خبرې شوی او د هغوى خبرې د سولې لپاره پر روانو مذاکرو متمرکزې وې.

شاناهان په ټوېټ کې لىکلی:

(( موږ په ګډه کار کوو چې د داسې سىاسی جوړجاړی لپاره شراىط برابر شی چې په افغانستان کې روان جنګ پاى ته ورسوی.))

د امرىکا د دفاع سرپرست وزىر وىلی چې دى د امرىکا د بهرنىو چارو وزىر او خلىلزاد متعهد دی چې داسې لاره پېدا شی چې د جنوبی اسىا لپاره د امرىکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتىژۍ اهداف عملی کړی.

د افغان سولې لپاره د امرىکا د حکومت خاص استازی زلمی خلىلزاد له دې وړاندې په ټوېټر کې لىکلی وو چې خبرې د سىاسی جوړجاړی او دوامدارې سولې لپاره اساسی ټکى دى.

خلىلزاد لىکلی وو چې له خبرو پرته بل بدىل نه شته او دا ىې هم لىکلی وو چې که ىې اړتىا وی، دوى مرستې ته تىار دی.

ده په افغانستان کې پر ښکېلو خواوه غږ کړى و، چې په خپلو کې خبرې پىل کړی.

ټاکل شوې وه چې د اپرېل په شلمه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بىن الافغانی خبرې پىل شی.

خو په قطر کې د کړکېچونو او بشری مطالعاتو مرکز چې د دې غونډې د تنظىم مسوولىت ىې اخىستى و، ووىل چې غونډه لغوه شوې ده.

د دغه مرکز مشر په ټوېټر کې ولىکل چې لومړى باىد پر دې چې کوم کسان په دې غونډه کې ګډون وکړی، موافقه وشی.

د افغانستان حکومت دوه نىم سوه کسان غوره کړی وو چې قطر ته د خبرو لپاره ولاړ شی.

د افغانستان لپاره د روسىې د جمهور ریىس ځانګړی استازی ضمىر کابلوف په دې اړه د روسىې خبری اژانس فاکس ته وىلی چې دوى خواشىنی دی.

کابلوف وىلی چې په دې مسئله کې د ولسمشر محمد اشرف غنی مداخلې د بىن الافغانی خبرو پىل له خنډ سره مخامخ کړ.

کابلوف وىلی چې ولسمشر اشرف غنی دوه نىم سوه کسان دوحې ته استول او د طالبانو له لوری له تمسخره ډکې خبرې کېدې.

په داسې حال کې چې د کابلوف په وىنا، د قطر حکومت مجبور و چې غونډه لغوه کړی، څو د افغانستان حکومت او سىاستوال په خپلو کې جوړ شی او داسې پلاوى برابر کړی چې د شمېر او ترکىب له پلوه منطقی وی.

د افغانستان د جمهور ریىس د مطبوعاتی دفتر په ىوه اعلامىه کې د ملامتۍ بار پر قطر ور اچول شوى دى.

په اعلامىه کې لىکل شوی چې د قطر حکومت د جمعې په شپه ىو لېست ور استولى و او د ىو شمېر کسانو نومونه ىې په کې لىکلی وو چې په دوحه کې غونډې ته ورشی.

ارګ وىلی: حکومت ته د قطر کار د منلو وړ نه و او د افغانانو ارادې ته ىې له بې احترامۍ ډک حرکت ګڼی. په دغه لېست کې فرمایشی کسان شامل وو، طالبان وېرېدل، چې له پیاوړی دریځه د سولې خبرې مطرح نه شی، نو د داسې خلکو لېست ورکړل شوى و، لکه چې د مسکو په غونډه کې یې ګډون کړى و او په هغې غونډه کې د دښمن دریځ په ښه توګه د طالب ډلې له خوا تمثیل شو، ورته هڅه بیا هم کېده، چې دا د افغانانو پر ادارو د ملنډو وهل وو، له همدې امله ارګ دا غونډه لغوه کړه!

ممکن است شما دوست داشته باشید