د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د ترانسپورټ وزارت په وروستیو څو ورځو کې له قزاقستان او ازبکستان هېوادونو څخه ۱۰۲۵ واګونونه خوراکی او ودانیز توکی وارد کړی.د ترانسپورت وزارت مرستیال ویاند اشرف حق شناس وایی، چې د آقینی، تورغوندۍ او حیرتان بندرونو له لارې یې تېرو پنځو ورځو کې شاوخوا له ۴۴ زرو ټنو زیات واردات کړی.د ښاغلی حق شناس په خبره په دې وارد شویو توکو تېل، ګاز، اوړو، غنم، غوړی او ودانیز توکی شامل دی.د هېواد ترانسپورټ وزارت وایی، چې دغه هېواد بندرونو د نورو ګاونډیو هېوادونو د بندرونو په پرتله نه دې تړل شوی او سوداګریزې چارې یې ښې پر مخ روانې دی.