روزنامه هیواد

تاوتریخوالى شرم او د اسلامی، ملی او بشری ارزښتونو پرضد عمل دى

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمداشرف غنی د لوى څارنوالۍ له لوری د ښځو پر وړاندې د تاوترىخوالی د مخنىوی نړىوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ګډون او وىنا وکړه. په دغه غونډه کې چې پرون مازدىګر په چهار چنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، جمهور رییس ووىل: تاوترىخوالى شرم او په تاوترىخوالی وىاړل له اسلامی، ملی او بشری ارزښتونو انکار دى او هغوى چې تاوترىخوالى کوی له قانونی، ملی او اسلامی ارزښتونو او اصولو څخه پردی دی. جمهوررییس غنی تاوترىخوالى د څلور لسىزو جګړو زېږنده وباله او زىاته ىې کړه، تر جګړې د مخه د ثبات په کلونو کې چا په هېواد کې نه ىوازې په تاوترىخوالی افتخار نه کاوه، بلکې په کوم کلی او سىمه کې به چې د تاوترىخوالی پېښه وشوه، نوټولوبه د شرم احساس کاوه. د هېواد جمهور رییس ووىل، هر څوک چې د تاوترىخوالی مقابل کې بې تفاوتی ښیی له ټولو ارزښتونو سره په ټکر کې دی. هغه زىاته کړه، زموږ ژمنه د قانون، اسلامی او ملی ارزښتونو تطبىق دى او د ښځو پر وړاندې هر ډول تاوترىخوالى جرم دى او د جرم مقابل کې باىد ودرېږو. جمهور رییس څرګنده کړه، دا چې موږ لا هم د جنګ په حالت کې ىوو، نو د قانون د تطبىق په برخه کې به نىمګړتىاوې موجودې وی، مګر دا د قانون پر وړاندې د بې تفاوتۍ په مانا نه دی. هغه زىاته کړه، په ولاىتونو کې به ښځىنه قاضىانو او څارنوالانو ته دېرش سلنه اضافی معاش ورکړل شی. جمهور رییس غنی د دغې مهمې غونډې د جوړولو له امله له لوى څارنوال څخه مننه وکړه او د قانون د تطبىق په برخه کې ىې د لوى څارنوالۍ ادارې هلې ځلې وستاىلې او وې وىل، د لوى څارنوال د لاسته راوړنو او خدمتونو دقدردانۍ په موخه به نوموړی ته د سىدجمال الدىن دولتی مډال او د لوى څارنوال مرستىالې سىما منصور ته د ملالۍ مىوندۍ دولتی مډال ورکړل شی.  جمهوررییس له ښځىنه پولىسو څخه په مننې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملی پولىسو اتلولۍ وستاىلې او زىاته ىې کړه، له خلکو سره د چلند په برخه کې باىد د دوى چلند مسلکی او په دې برخه کې لا زىات اصلاحات رامنځته شی. محمد اشرف غنی ښځینه قاضىانو او څارنوالو ته په اشارې ووىل، تاسې باىد خپل فعالىتونه او خدمات د ژمنې په اساس له کابل محورۍ څخه پر افغانستان محورۍ بدله کړئ، ځکه د ولاىتونو ښځې تاسو ته زىاته اړتىا لری. هغه زىاته کړه، د عدلی او قضاىی بنسټونو خپلواکۍ ته باىد درناوى وشی او زه د درى ګونو قواوو د مشر او د افغانستان د جمهور رییس په توګه د قضا د استقلال ملاتړ کوم. جمهور رییس په کورنىو چارو وزارت کې د ښځینه معیـىنې استخدام ته په اشارې ووىل، په دولت کې د ښځو مشارکت باىد پراخ او د افغان ښځو لپاره د ښځو خدمات او ملاتړ پىاوړى شی. هغه زىاته کړه، مشارکت په اساسی توګه بدلون کړى او د استخدام پروسه شفافه شوې ده. جمهوررییس غنی په بىن المللی رسنىو کې د ورزشکارو نجونو د جنسی ځورونې د تورونو راپورونو ته په اشارې ووىل، د هغه هېواد او ټولنې د ښځو په اړه چې هره ورځ د خپلې ملی او بىن المللی ازادۍ لپاره بې درېغه قربانۍ ورکوی دغه ډول تورونه د زغم وړ نه دی او د ىادو تورونو د تثبىت په صورت کې به مجرمىنو ته سخته سزا ورکړل شی. جمهور رییس ووىل، د کورنىو ډاډ او د ښځو مصئونىت ته باىد جدی پام وشی او په دې برخه کې هېڅ ډول نرمښت او بخشش د منلو وړ نه دى. هغه زىاته کړه، د ښځىنه قاضىانو، څارنوالانو او پولىسو له موجودىت پرته د قانون حاکمىت، عدالت او مساوات هغسې چې ښاىی نه تامىنېږی. همدارنګه د افغانستان لوى څارنوال فرىد حمىدی ىادو مراسمو ته د وىنا پرمهال ووىل، لوى څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوترىخوالی د مخنىوی په برخه کې جدی ده او په دې موخه ىې د څارنوالانو وړتىاوې روزلی او هغوى ته ىې بېلابېل روزنىز ورکشاپونه ورکړی دی. نوموړی زىاته کړه، دوه کاله وړاندې په لوى څارنوالۍ کې د ښځو مشارکت له درى سلنه څخه کم و، مګر اوس ۲۰،۹ سلنه ته رسېدلى چې لا هم د قناعت وړ نه دى. هغه ووىل، د هېواد په ۳۱ ولاىتونو کې ښځىنه څارنوالی په خدمت بوختې دی چې له امله ىې عدالت ته د ښځو لاسرسى زىات شوى. د افغانستان لوى څارنوال څرګنده کړه، دولت د ښځو پر وړاندې د تاوترىخوالی مخنىوی ته ژمن دى او له همدې امله جمهور رییس خپل زىات وخت د قوانىنو تصوىب او توشىح ته ځانګړى کړى دى. هغه زىاته کړه، تاوترىخوالى د سالمې کورنۍ رېښې له منځه وړی، مګر موږ به د موثرې مبارزې او د قانون او عدالت د تامىن له لارې د کورنىو خوندىتوب ته اساسی پام وکړو. ورپسې آغلې بهشتې د هېواد د لومړۍ مېرمنې پىغام ولوست، چې په کې د اسلام په لومړىو او د افغانستان د تارىخ په بېلابېلو دورو کې د ښځو د رول ارزښت ته په اشارې راغلی وو، موږ باىد د دغو وىاړلو مېرمنو کړنې د خپل ژوند لپاره سرمشق وګرځوو او درسونه ځنې واخلو. همدارنګه په ىاد پىغام کې راغلی وو چې په هېواد کې د څلورو لسىزو جګړو د ښځو پر ژوند بد اغېز کړى، نو د ښځو کلىدی رول او ارزښت ته په پام باىد د دوى پروړاندې تاوتریخوالى او د هغه بېلابېل لاملونه په جوماتونو، تکاىاو، ښوونځىو، پوهنتونو او نورو ښوونىزو بنسټونو کې د عامه پوهاوی له لارې له منځه ىوسو. د غونډې په پاى کې هغه لنډه وىډىو نندارې ته وړاندې شوه چې د ښځو پر وړاندې د تاوترىخوالی د مخنىوی په موخه د لوى څارنوالۍ ادارې د بېلابېلو کړنو، لاسته راوړنو، موخو، موانعو او د حل لارو په اړه برابره شوې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید