روزنامه هیواد

تادىن خان: ژر به د شهىد جنرال رازق غچ له پاکستانه واخلم

شهىد جنرال  عبدالرازق د پاکستان لخوا د طالبانو په واسطه ترور شوى او غچ به یې تر هغې اخلی تر څو چې دى ژوندى وی، تادىن وایی پاکستان ځکه رازق شهىد کړ، چې په افغانستان کې ىوازې له همده ډار او وېره درلوده، ځکه چې د هر وژل شوی افغان پوښتنه رازق له پاکستانه کوله.

د کندهار امنىه قوماندان او د شهىد شوی جنرال عبدالرازق ورور، تورن جنرال تادىن خان له شمشاد ټلوېزىون سره په تازه مرکه کې وىلی چې ژر به د شهىد جنرال رازق غچ له پاکستانه واخلی هغه په دې مرکه کې وىلی چې د ورور د قاتلىنو د مرګ خبر به ډېر ژر په پاکستانۍ رسنىو کې هم خپور شی.

امنىه قومندان تورن جنرال تاىن خان چې د خپل شهىد شوی ورور جنرال عبدالرازق پرځاى د کندهار امنىه قومندان ټاکل شوى، هغه وىلی لاهم په دې هڅه کې ىم چې د شهىد جنرال عبدالرازق قاتلىن پىدا او سخته سزا ورکړم . تورن جنرال تادىن خان وایی ورور ىې شهىد جنرال  عبدالرازق د پاکستان لخوا د طالبانو په واسطه ترور شوى او غچ به تر هغې اخلی تر څو چې دى ژوندى وی، تادىن واىی پاکستان ځکه رازق شهىد کړ، چې په افغانستان کې ىوازې له همده یې ډار او وېره درلوده، ځکه چې د هر وژل شوی افغان پوښتنه رازق له پاکستانه کوله.

هغه په مرکه کې وړاندې وىلی چې ډېر ژر به د شهىد عبدالرازق قاتلىنو ته سخته سزا ورکړی او همداسې په قرار نه پرېږدم چې تر څو ىې چې د مرګ خبر پاکستانی رسنىو  نه وی خپور کړى.

تادىن د مرکې په دوام واىې د پاکستان (آى اىس آى )استخباراتی کړۍ بار بار په شهىد رازق تورونه پورې کړی وو چې ګواکی شخصی زندانونه لری خو په حقىقت کې داسې څه نشته او دا ىې د پاکستان آى اېس آى تبلىغات وباله.

تادىن خان واىې زموږ د کورنۍ ډېر غړی پاکستان راشهىد کړی، د شهىد رازق ترڅنګ ىې نور ترونه هم په همدې جرم راشهىدان کړی ، هغه واىی په افغانستان کې ىواځىنی خلک موږ ىوو چې د ټول ملت ځواب ترې غواړو نو حتما مو د وژلو هڅه کوی.

د کندهار امنىه قوماندان د دې ځانګړې مرکې پرمهال وىلی چې جنرال عبدالرازق د سولې په برخه کې د علاقې وړ کار کړى  دى. د ده په وىنا چې تر دېرشو زىات طالب چارواکی ىې پاکستان څخه راوړی او له سولې سره ىې ىو ځاى کړل هغه وړاندې واىی که چېرته، جنرال رازق ژوندى وى نو په انتخاباتی ټکټ کې به دوى سره پنځوس د کوىټی شورا غړی هم ىو ځاى واى. هغه وړاندې وىلی وو چې په پاکستان کې مېشت طالبان د ماښام ډوډۍ هم نه لری، نو ځکه د پاکستان ىرغمل دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید