روزنامه هیواد

تاجکستان له لاجوردو لارې سره ګډون ته لېوالتیا ښودلې

د هرات چارواکی وایی، چې تاجکستان له لاجوردو لارې سره ګډون ته لېوالتىا ښودلې.په هرات کې د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت د څانګې مرستىال عبدالغفار جمشىدی وایی، چې ((دوشنبې)) د لاجوردو لارې په تړون کې د ورګډېدو هڅه کوی.نوموړی زىاته کړه:(( هغه هېوادونه چې د دې لارې په اوږدو کې پراته دی، غواړی خپل اړىکې پراخ کړی. حتى تاجکستان هم لېوالتىا ښودلې چې په دې موافقه کې شامل شی.))تېره مىاشت ۹ کانټىنرونه، چې د افغانستان تجارتی مالونه په‌کې وو، دو لاجورد پر لاره په ۱۵ ورځو کې ترکىې ته ورسېدل.د لاجوردو لارې په تړون کې افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان، آذرباىجان او ترکىه غړیتوب لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید