روزنامه هیواد

بېکاری د ټولو بدمرغیو مورده 

نن- سبا د بېکارۍ بېلابېل ډولونه شته، یو له هغو ډولونو، چې په یو ډول نه یو ډول ترې ډېره ناوړه ګټنه کېږی؛ پټه بېکاریده. په دې اړه د اړوندو چارو د پوهانو له خوا ډېرې څېړنې شوی او لا هم روانې دی، ځکه  دا د بېکارۍ یو ډېر خطرناک او مافیایی ډول ګڼل کېږی. پیل به یې خپله له بېکارۍ وکړو:

بېکاری (وزګارتیا) څه شى ده؟

هغه څوک چې په ټولنه کې د کار کولو ځواک لری؛ خو کاری فرصت نه شی موندلی، بېکاری یادېږی.

بېکاری یوه ټولنیزه ستونزه شمېرل کېږی او د ټولنې په مېشتو کسانو ناوړه اغېزې لری.زده کوونکی، ښوونکی، متقاعد او د موقتې دندې درلودونکی؛ د بېکارانو په ډله کې نه راځی.

د بېکارۍ ډولونه:

جوړښتی بېکاری ،  اصطکاکی بېکاری ، طبیعی بېکاری ،  سیمه ییزه بېکاری ،  موسمی بېکاری ،  د  لوږې بېکاری،  ، ښکاره بېکاری ،  پټه (مخفی) بېکاری.

۱- جوړښتی بېکاری: د بېکارۍ دا ډول د هېواد د اقتصاد په اوسنیو فعالیتونو کې، د ځینو برخو د ودې له امله منځته راځی او دا د مهارتونو د څرنګوالی په ټاکنه اغېزه کوی.

۲- اصطکاکی بېکاری: د بېکارۍ دا ډول په سیمو او بېلابېلو دندو کې د کار کوونکو تر منځ د شته غورځنګ او خوځښتونو او په ملی اقتصاد کې د بدلونونو له امله، رامنځته کېږی.

۳- طبیعی بېکاری: د مهارتونو د عرضې (وړاندې کولو) او تقاضا (غوښتنې) تر منځ باید انډول ساتل شوى وی.

۴- سیمه ییزه بېکاری: په دې ډول بېکارۍ کې اقتصادی وضعیت د صنعتونو او قلمروونو په ځینو برخو کې د خطر کرښې ته نږدې وی.

۵- موسمی بېکاری: د موسمی بېکارۍ ځینې اقتصادی فعالیتونه په دې ډله کې شاملېږی. لکه: کرنه، جوړونه، سیاحت ….

۶- د لوږې بېکاری: هغه کسان چې د پانګونې لپاره کافی پیسې نه لری؛ له دې ډول بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دی.

۷- ښکاره بېکاری: دا د بېکارۍ هغه ډول دی، چې خلک نه شی کولای له خپلو شرایطو او تخصص سره سم؛ دنده ترلاسه کړی.

۸- پټه بېکاری: د کمزورو کسانو ګومارنه؛ که څه هم دوی ته ګټه نه لری او دا ډول، د رفتاری بېکارۍ په نامه هم یادېږی.

داسې شرطونه شته چې د هغو له مخې کولای شو ووایو، چې څوک د بېکارانو له ډلې سره نښتی:

  • که چېرې د کار د ترسره کولو ځواک ولری.
  • که چېرې د کار په لټه کې وی، خو کار ورته پیدا نه شی!

د بېکارۍ لاملونه:

۱-له کلی، ښار ته کډوالی

۲- په تولید او پراختیا کې زیان او د مالی سرچینې نشتون

۳- د زده کړې او لوست کچه

۴- د ځینو لاسی کارونو ښه نه ښکارېدنه لکه: د سړک دغاړې خرڅلاو

۵- د کار له بازار سره د ښوونیزو مرکزونو د اړیکو نشتون

۶- له نړیوال صندوق او خصوصی کولو څخه د کارګرانو د چوپړتیاوو له ځینو برخو د دولت ډډه کول

۷- د هېواد د ملی اقتصاد په جوړښت کې بې نظمی

۸- په ځینو ځایونو کې د بېلابېلو خلکو تر منځ د جنسیت او قومیت غوره والى

۹- د کورنی تولید په پرتله د نفوس د ودې زیاتوالى

۱۰- له هېواده بهر کار او سوداګری

۱۱- د زېرمو د جوړښتی برخو ډېرښت

پټه بېکاری: هغه څوک چې په دنده بوخت دی او د عاید زېرمه هم لری؛ خو کار یې د هېواد په اقتصاد کې مثبته اغېزه نه لری، پټه بېکاری نومېږی. د بېکارۍ او پټې بېکارۍ تر منځ توپیر همدا دی، چې بېکاری د دندې نه درلودل دی؛ پټه بېکاری بیا د دندې درلودل، خو د هېواد په اقتصاد کې مثبت رول نه لوبول دی.

د دې ترڅنګ، کله چې یو کار کوونکى په یوه سازمان (بنسټ) کې په قرار دادی ډول په دنده بوخت وی، د سازمان له اصولو سره په پوره ډول بلدتیا ولری؛ په خپلو اړوندو چارو کې د لوړې پوهې خاوند وی، د دفتر اخلاقی اصول یې زده وی؛ خو کله چې د هغه کس لپاره مناسب بست خالی شی او د بشری سرچینو له خوا بیا یاد بست د ځینو بوروکراسیو او جوړ جاړی له امله بل چا ته ورکړل شی؛ پټه بېکاری یادیږی او دا یې ډېره خطرناکه او ناوړه بېلګه ده، چې سازمانی جوړښتونه له منځه وړی او کاری اړخ کمزوروی.له دې سره، بشری سرچینې د پټې بېکارۍ د رامنځته کولو لپاره له بلې لارې هم ګټنه کوی او هغه دا ده، چې  د دندې کړنلاره (لایحه وظایف) د پخوا په پرتله بدلوی او مشرتابه ته د یوه مکتوب له مخې د یاد کس د دندې موثریت صفر ښیی او په دې اساس خپلې موخې په یاد بست او سازمان کې پلې کوی.

ځینې وخت بېکاری ښکاره او روښانه بڼه لری؛ چې دې ډول بېکارۍ ته پټه بېکاری ویل کېږی. پټه بېکاری یوه نامطلوبه بېکاری ده، چې په  کې غوڅوالی (قاطعیت) نه تر سترګو کېږی، بلکې لومړى کاری ځواک د تولید په برخه کې د فعالیت پر ځای پر واسطه کولو، دلالۍ او خدمتونو چوپړتیاوو ځان بوختوی او وروسته بیا کار کوونکی ډېر په هغو برخو کې په دندو ګومارل کېږی؛ چې په هغې ډله کې د کار کوونکو شمېر د چارو په پرتله ډېر وی او هر څوک ځان د کم کارۍ په هېنداره کې احساسوی، نو په دې اساس د پټې بېکارۍ په تعریف کې ویل کېږی، چې له هغو فعاله او بوختو کسانو څخه عبارت دی، چې په عملی ډول د تولید یا پرمختګ په برخه کې نقش نه لری او په لرې کولو سره یې د کار لړۍ ته کوم زیان نه اوړی.دا ډول بېکاری د صنعت په برخه کې لږ تر سترګو کېږی؛ خو د کرنې (کورنۍ نه تولیدوونکې او وړې برخې) په خوا کې  چې د کلیو او بانډو د مېشتو د پیدایښت له امله لږ تولید او مصرف لری او تر څنګ یې د خوره مه مره اقتصاد؛ تر څنګ د خدمتونو په برخه کې (کار کوونکی، د سپکو څېزونو خرڅلاو او هغه کسان چې کالی لاس په لاس ګرځوی) د سړک غاړې د لاسی څیزونو د پلورونکو ډېرښت، هغه بوخت کسان چې لږ ځواب وینه لری، اداری کار کوونکی او په داسې نورو برخو کې ډېره رامنځته کېږی.هغه ټکو ته په کتو چې وویل شول، دا ډول بېکاری د کم عاید لرونکو کسانو په ژوند کې د قومی او توکمی وړو ټولنو، د غیر ماهرو خلکو، د هغو سیمو د مېشتو تر منځ چې له رکود سره مخ دی، دکلی مېشتو او … تر منځ ډېره دود لری.

په ټوله کې بېکاری او پټه بېکاری
د لاندې ټکو لامل کېږی:

الف) د ټولنیزې پانګونې (انسانی ځواک) پوخوالى (ثمر) ته رسېدل، چې د زده کړې او روزنې له لارې ترسره کېږی.

ب) د دولت مالیاتی عاید ته زیان رسېدل.

ج) د بېکارۍ د ښه والی د خرڅونو د تامین ډېرېدل چې ټولنیزې نېکمرغۍ له خطر سره مخ کوی.

اوس مهال ورځ تر بلې د صنعت برخه او د لویو تولیدی واحدونو رامنځته کېدل د پراختیا په حال کې دی، ځینې پوهان داسې انګېری، چې د صنعتی تولید په منځپانګه او په ځانګړې توګه د صنایعو د خپل سره کېدو او د چوپړتیاوو د لمنې د پراخېدو، د بېکارۍ د کچې د زیاتوالی او په ځانګړې توګه د پټې بېکارۍ لامل کېږی؛ چې په ټوله کې بشپړه بوختیا او کاری چاپېریال رامنځته کېدل محالی بڼه ځانته
غوره کوی

محمد تمیم رحیم زی

ممکن است شما دوست داشته باشید