روزنامه هیواد

بېکاری تاسو ته د ناڅرګندې راتلونکې په اړه تشویشونه زېږوی

بېکاری بوږنوونکې ستونزه ده، په ځانګړی ډول د هغو کسانو لپاره چې په ځانګړې برخه کې یې، د خپلې خوښې زده کړه کړې وی، سیمینار، ورکشاپ یا هم څو میاشتینی پروګرامونه یې تېر کړی وی. زموږ په هېواد کې دا ستونزه ډېره ده، چې د حل لپاره یې باید جدی اقدامات وشی. که خدای مه کړه، د پوهنتونونو او نورو ښوونیزو مرکزونو څخه د ځوانانو د فراغت لړۍ همداسې روانه وی او د هغوی د بوختېدو لپاره کوم ځانګړی پروسیجر په نظر کې ونه نیول شی، نو پایله به یې ډېره ښه نو.
په دې لیکنه کې به تاسو سره د بېکارۍ څخه د خلاصون لپاره څو ګټورې لارښوونې شریکې کړو، چې عملی کول به یې پرته له شکه بې پایلې نه وی:

۱له خپل ذهن څخه پیل وکړئ: د بې روزګاره خلکو لپاره تر ټولو لویه ستونزه د هغوی بېکاری نه، بلکې د هغوی افکار او احساسات دی. بېکاری کولی شی په انسانانو کې ډار، وېره، خپګان او د هغوی د نامالومې راتلونکې په اړه تشویشونه وزېږوی. دا احساسات کېدای شی ځینې وختونه د هغوی له مخې هغه دندې او مصروفیتونه پټ کړی، چې دوی یې وړتیا لری او د دوی په څنګ کې دی.د دې ستونزې او تشویش د کمولو لپاره څه کول په کار دی؟  د خپلو ملګرو سره خبرې وکړئ، خپلو ورځنیو پروګرامونو کې پلی ګرځېدو ته وخت ورکړئ او دا خبره په نطر کې ونیسئ . چې هغه کار چې تاسو یې ترسره کولی شئ، هغه ته تقویت ورکړئ او دوام ورکړئ. یو مشهوره خبره ده چې وایی: هر کار ته لاس مه اچوئ.که د خپلې خوښې پیروی مو وکړه، نو په خپل کار کې به ډېر بریالی وۍ، په یوه دنده کې علاقه او تخصص ډېر اړین دی. وګورئ او څېړنه وکړئ ، چې کومه برخه کې ډېری کاری فرصتونه شته، وروسته د مالوماتو د ترلاسه کولو څخه په همغه برخه کې زده کړه وکړئ.

د بېکارۍ د مخنیوۍ لپاره ترټولو غوره لار دا ده، چې په دوامداره توګه خپلو مهارتونو ته ښه والی وروبښئ. تاسو چې د زده کړې لپاره هره افغانۍ مصرفوئ، دا په حقیقت کې په خپلې راتلونکې پانګه اچونه کوئ. ښوونیزې دورې او ټولګی د ځان لپاره غوره کړئ، هغو برخو سره چې علاقه لرئ، په همغه برخو کې مو مالومات ډېر کړئ. دا شرط نه دی چې تاسو دې باید هرومرو د زده کړو لپاره ډېرې پیسې مصرف کړئ، په کور کې مطالعه او د انټرنېټ څخه مالومات ترلاسه کول مو هم دا ستونزه هوارولی شی. د خپلو خبرو او لیکلو مهارتونه مو لوړ کړئ. د کارکوونکو پلټونکی ټول، د داسې کارکوونکو په لټه کې دی، چې وشی کولی مسایل په ښه ډول توضېح کړی.

۲اړیکې مو پیاوړې کړئ: د نوې دندې یا کار په پیدا کولو کې د ملګرو سره اړیکې ساتل هم خپل اغېزه لری. ځینې وختونه تاسو د یوې دندې په لټه کې یاست، خو څوک په دې نه وی خبر چې دنده ګورئ.همدارنګه ستاسو په ملګرو او اشنایانو کې به داسې کسان وی، چې هغوی به هم د ځینو اشخاصو په لټه کې وی چې ستاسو په شان وړټیاوې ولری، خو په دې به نه وی خبر چې تاسو دنده نه لرئ.
د حللاره یې دا ده ، چې د خپلو بانفوذه ملګرو یو لېست جوړ کړئ او ځینې وختونو کې یې کور یا هم بهر ته د مېلمستیا لپاره راوبلئ، د وخت او موقع نه په استفادې هغوی ته دا پیغام ورورسوئ، چې تاسو د دندې په لټه کې یاست او دغه وړتیاوې او ښېګڼې لرئ.

۳په مختلفو غونډو کې ګډون وکړئ: ځینی ادارې، بنسټونه او شرکتونه په معمول ډول د کال په اوږدو کې د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو د توضیحاتو لپاره ځینی پروګرامونه او غونډې جوړوی. په داسې غونډو کې ګډون کول نه یواځې دا چې ستاسو ټولنیزې اړیکې پیاوړې کوی، بلکې کولی شئ چې د دې ادارو د مشرانو او کارکوونکو سره بلد شئ، خپلې وړتیاوې هغوی ته بیان کړئ، د یو او بل د اړیکو شمېرې سره واخلئ، ترڅو د اړتیا پر مهال درسره اړیکه ونیسی.
۴- د کارموندې سایټونو او پاڼو کې مو خپل معلومات ثبت کړئ: پخوا وختونو کې به د کارموندنې خبرتیاوې معمولاً چاپی رسنیو کې اعلام ته وړاندې کېدې، خو نننی عصر کې موږ او تاسو کولی شو د کارموندنې خبرتیاوې له مختلفو انټرنېټی سایټونو، پاڼو، اپلېکېشنونو او ګروپونو ترلاسه کړو. په عمومی ډول ټولنیزې رسنۍ، د اړیکو د جوړونې او د دندې په پیدا کولو کې رغنده رول لوبولی شی.
تجربو دا ثابته کړې ده، هغه څوک چې بېکاره دی او کوم ځانګړی تخصص هم نه لری، نو په اسانۍ سره یې دنده پیدا کړې ده او ډېری وخت ترټولو بریالی هم وی.

۵په لومړیو کې د یو کار زده کوونکی په صفت واوسئ: د خپلې خوښې دنده کې د یو کارزده کوونکی په صفت په فعالیت پیل وکړئ. یوازې څو میاشتو ته اړتیا لرئ ترڅو کار زده کړئ او خپلې وړتیاوې او ښېګڼې مو د کار مشر ته وښیئ ست. د دې چانس هم شته چې هغه مو د خپل کاری ټیم د یو فعال او تکړه غړی په صفت ومنی.
که د هغې ډلې فارغو محصلینو څخه یاست چې تازه فارغ شوی یاست او په خپل مسلک کې کاری تجربه نه لرئ، نو کولی شئ چې د ټیټو مرحلو څخه کار
پیل کړئ.
د لوړو امتیازاتو په لټه کې مه اوسئ او خپل ځان دې ته اړ کړئ چې لومړی یوې ادارې ته لاړ شئ. دا شرایط تاسو ته ډېر ښه چانسونه درکوی، ترڅو وشئ کولی، د خپلو همکارانو څخه تجربې ترلاسه کړئ او په مناسب وخت کې خپل ر
ییس یا مدیر ته، په لوړ بست کې د کار کولو وړاندیز وکړئ.

۶د خپل فکر څخه مرسته واخلئ : په ځینو سیمینارونو او ورکشاپونو کې په ګډون کولو سره خپلې وړتیاوې مطرح کړئ.
د ګټورو موضوعاتو په اړه پرزېنټېشنونه جوړ کړئ او د ځینو بنسټونو په اونیزو او مهالنیو غونډو کې یې وړاندې کړئ، په ذهن کې
مو چې څه نوښتیزې برنامې او کاری پلانونه شتون لری، بیان یې کړئ. پرته له شکه چې په دې کار سره مو په خپل نفس اعتبار لوړېږی او کولی شئ چې د نورو سره په اړیکو جوړولو مو ځان ته د کارموندنې موکې وګورئ.

۷د نورو اعتماد جلب کړئ : که د یو کار د پیلولو لپاره کافی پانګه نه لرئ، نو کولی شئ چې د خپلې کورنۍ د غړو او ملګرو څخه مرسته وغواړئ، ترڅو ستاسو په وړتیاوو اعتماد وکړی او د یو کار په پیلولو، جوړولو او برابرولو کې له تاسو سره همکاری وکړی. که کولی شئ، یو څه اندازه پیسې برابرې کړئ او یو کوچنی کار په لاره واچوئ، ځینو مخلصو او همفکره ملګرو ته مو بلنه ورکړئ چې درسره یوځای شی. معمولا د هر کار په پیلولو کې ستونزې وی، خو دا په دې مانا نه ده چې تاسو به هېڅ نشئ ترسره کولی. یوازې غښتلی هوډ پکار دی.د کار بازار له رقابتونو او سیالیو څخه ډک دی. د یو لپاره ممکن په سلهاوو کسان کاندید واوسی. د بریالیتوب لپاره باید لومړی پخپل نفس اعتماد لوړ کړئ او په خپلو وړتیاوو باور ولرئ. د کومې دندې لپاره چې کاندید یاست، د هغه په اړه مو مالومات ډېر کړئ.

       ژباړه: محمد عزیز پردېس

ممکن است شما دوست داشته باشید