روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

(( بین الافغانی خبرې باید روانه جګړه پای ته ورسوی ))

 ایران یو ځل بیا ویلی ،چې د بین الافغانی خبرو له روان بهیر د ملاتړ تر څنګ د سولې په راوستو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوی.د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له حنیف اتمر سره په تلېفونی خبرو کې ویلی ،چې د بین الافغانی خبرو پیل د افغان جګړې د ختمولو لپاره یو مهم ګام دی او ایران په ښه سترګه ورته ګوری.د هغه په خبره دوی له افغان سولې سره همکاریو ته تیار دی او تمه لری چې بین الافغانی خبرې د اوږدې جګړې د دایمی پای سبب شی.ایران تر دې وړاندې هم ویلی وو ،چې له افغان سولې سره همکار دی او که اړتیا پېښه شی د بین الافغانی مذاکراتو کوربه توب هم کوی.ایران داسې مهال دا څرګندونې کوی، چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ د سولې بین الافغانی خبرې پیل شوی، خو تر اوسه کومه نتیجه نه لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید