روزنامه هیواد

بیمه په اقتصادی او سوداګریزو چاروکې حیاتی اهمیت لری

    د ځان ، مال اونورې مادی دارایۍ په مقابل کې بیمه هغه مخصوص ضمانت دی چې په میاشت یا کال کې یومعین مقدار پیسې د بېمې شرکت ته سپارل کېږی اوپه مقابل کې یې د بیمه ورکوونکی دارایې که کور وی یا موټر، ځان وی یا اولادونه ، آن تربانکی اسهامو پورې بیمه اوخوندی ساتل کېږی یا په بل عبارت بیمه هغه ډاډ اوسکون ته ویل کېږی چې د احتمالی خطراتوپه مقابل کې یومقدارپیسې د فیصدۍ له مخې د بېمې شرکت ته سپارل کېږی ، د فیصدۍ له مخې په دې مانا چې یوشمېرکسان غواړی خپل ځان او خپله دارایی په بشپړ ډول بیمه کړی اوځینې نورد خپل لزوم دید له مخې پنځوس سلنه ، آن ترپنځه ویشت یا هم ترټېټې سلنې پورې خپله دارایی بیمه کوی ، د بیمې ښیګڼه داده چې داحتمالی خطرپه صورت کې د (منقرض) مال او دارایی ټوله خساره ددارایی څښتن ته نه متوجه  کېږی په هره فیصدۍ یې چې خپله دارایی د بېمې له شرکت سره ثبت او بیمه کړې وی په هماغه فیصدۍ خساره ورکول کېږی مانا داچې که چا خپله دارایی سل سلنه بیمه کړې وی نوخساره هم سل سلنه ورکول کېږی او که پنځوس سلنه بیمه وی ، د اوښتی تاوان پنځوس سلنه خساره ادا کېږی ، یا پربل عبارت د بیمې د فیصدۍ په اندازه خساره ورکول کېږی .

  بیمه تقریبا یوه نوې اصطلاح ده چې د لومړی ځل لپاره د ۱۴ مې میلادی پېړۍ په آخر او د پنځلسمې پېړۍ په پیل کې په سمندرونوکې داقتصادی فعالیتونو (په بېړیوکې د سوداګریزوتوکو لېږد را لېږد ) په ترڅ کې را منځ ته شوه ځکه هغه مال التجاره چې په سمندرونو کې به له یوه هېواد نه بل ته تلله تل به له خطرونو سره مخ وه یا به ډوبېده او یا به د سمندری غلو له خوا لوټ کېده ، نود بیمه کېدو په صورت کې به سوداګریوڅه ډاډه وو، ځکه د خطرپه صورت ټول اوښتی زیان به ده ته نه تکیه کېده .

له ډېرې مودې وروسته د سمندرله بیمې وروسته د وچې بیمه هم را منځ ته شوه چې دا هم د بحری بیمې په شان یو ضرورت و ځکه په وچه کې به هم سوداګریزمالونه له خطرسره مخ کېدل اکثره به لوټ کېدل یا به له نورواحتمالی خطرونوسره مخ کېدل له هغه وروسته وروـ ورو په ښارونوکې د اورسوځېدنې بیمې هم را منځ ته شوې ، اورسوځېدنه بل هغه آفت و چې دې خلکو دارایی یې له نابودۍ سره مخ کولې ځکه په اورسوځېدنه کې به هم لوړمالی زیانونه اوښتل ، په ۱۶۶۶ میلادی کال په لندن کې داسې اور سوځېدنه را منځ ته شوه چې ۱۳ زره کورونه او سل کلیساوې پکې وسوځېدې چې له هغه وروسته په اتلسمه پېړۍ کې په المان ، فرانسه او امریکا کې هم د اورسوځېدنې بیمې را منځ ته شوې .

د الوتکو په را پیدا کېدوسره بیا د الوتکو بیمه ترټولوضروری او د هوایی مسافرت یو مهم اواساسی اصل وګڼل شو ، د الوتکې ترڅنګ به د موقت  وخت لپاره ترمقصد ځایه رسېدو پورې سپرلۍ هم بیمه کېدې چې د سپرلۍ بیمې په ځانګړی ډول د الوتکې په شرکت پورې اړه درلود ه که چېرې خدای مکړه الوتکه د کوم سانحې سره مخ کېده ، سقوط کېده اویا یې سپرلی له مرګ سره مخ کېدې  نودې مسافروخون بها د الوتکې اړوند شرکت ته تکیه کېده چې دا تګ لاره اوس هم روانه او چالانه ده .

د الوتکې په شرکت پورې د مسافرو بیمه په الوتکو کې د سفرکولو لپاره یو ډاډمن تبلیغ هم و، ځکه په لومړنیو الوتکو کې سفرد یوشمېرکسانو په باورخطرناک و .

 بیمه په ټوله کې په دوه ډوله ده چې یوه یې سوداګریزه اوبله غیرسوداګریزه بیمه ده خومهمه یې ځکه سوداګریزه بیمه ده چې د ضرورت له مخې ترنورو ټولو د مخه رواج شوې بیمه ده .

د ماهیت له مخې بیمه یو ډول سنجول شوی مرستندوی  حرکت دی چې د پېښې په صورت کې زیانمن شوی کس ته د زیان په بدل کې ورکول کېږی زموږ په هېواد کې هم (د افغان بیمې) په نوم په دولتی سکتورکې د بیمې شرکت چې ټول فعالیتونه یې دمالیې وزارت له لخوا تنظیمېدل ، فعالیت درلود افغان بیمې هم د نړۍ له پرمختللوهېوادونوڅخه په اقتباس اودهېواد له شرایطوسره سم بیموی فعالیت درلود

په وروستیو کلونوکې د نړۍ د پرمختللوهېوادونولخوا د بیموپه تشکیل له فقیرواوناداره هېوادونو سره مرستندویه بیمې هم را پیدا شوې چې په دغه عادلانه حرکت سره به د بیمو په تشکیل کې د نړۍ له پرمختللیو هېوادونو څخه یو مقدار پیسې را ټولېدې اوپه وروسته پاتې هېوادونو کې به د پېښوپر قربانیانو ویشل کېدې یا به هغوی ته خوراکی توکی ، جامې او درمل پرې اخیستل کېدل . مرستندویې بیمې د آزادو افرادو ترمنځ چې یو ګډ خطربه ګواښول هم را منځ ته کېدې ، دوی به یوه  اندازه پیسې په خپلومنځوکې یوې خزانې ته سره را ټولې کړې کله به چې کومه پېښه وشوه  او یا به دغو افرادو څخه د کوم یوه ژوند یې له خطر سره مخ شو نوله همدې خزانې به یې مالی لګښت تمویل کېده ، تعاونی صندوق د بیمې بدیله بڼه ده چې کټ مټ مرستندویې بیمې ته ورته کېږی . ځکه په هغه کې هم د ناڅاپی پېښو لپاره پیسې را ټولېږی او په متضررو کسانوویشل دی .  تعاونی صندوق هم د یوشمېرخواخوږو کسانو له خوا جوړېږی ، د تعاونی صندوق زیاتره مرستندویان د یوه حزب غړی او یا د سوداګریزواتحادیوغړی وی چې دغه مالی فعالیتونه هم په یوڅه بدلون د بیمې بڼه لری .

د ټولنیزو اومرستندویو بیمو له لارې کېدای شی نه یوازې د افرادولاس نیوی وشی بلکې ددې بیمو له لارې د ښوونې اوروزنې،  روغتیا اوعامه خدمتونه لکه د اوبوبند ، پل ، سړک ، ښوونځی او د نورو عام المنفعه تاسیساتورغاونه هم وشی .حیا ت الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید