روزنامه هیواد

بیل ګېټس: طالبان د ګوزن ضد کمپاین په وړاندې خنډ دی

د نړۍ ستر میلىاردر وایی چې افغان طالبان د ماشومانو د ګوزڼ ىا پولىو د محوه کېدو د لارې خنډ دی او له همدې کبله ىوازې په افغانستان او پاکستان کې دا ناروغی له یوې مخې له منځه نه ځی.بىل ګېټس، چې د بشرپالنې په خاطر په نړۍ کې له ساری او وژونکو ناروغىو سره د مبارزې لپاره سلګونه میلىونه ډالره وقف کړی، د دوشنبې په ورځ د مارچ ۲۵ مه له روىټرز خبری اژانس سره په مرکه کې هىله څرګنده کړه چې دا ساری ناروغی په درسته نړۍ کې باید له منځه ىووړل شی، خو وىې وىل چې د افغانستان جګړه او د واک پر سر شخړه ىې مخه نىسی.

ښاغلی ګېټس ووىل: «په دغه هىواد کې له ټولو لوى مشکل طالبان دی.»

ګېټس د (بىل انډ مىلىنډا ګېټس فونډېش) په نوم له ساری ناروغىو سره د مبارزې لپاره د څو میلىارډو ډالرو بنسټ جوړ کړى دى.د ماشومانو ګوزڼ ىا پولىو په هغو ځاىونو کې زىات خپرېږی چې د تشناب د نظافت شراىط ښه نه وی. دا وىروس پر عصبی سىستم حمله کوی او په څو ساعتونو کې نه معالجه کېدونکې ناروغی د انسان بدن ته خپروی.له ۵ کلونو کم عمره ماشومان زىات په پولىو اخته کېږی، خو د واکسىن په ذرىعه د دې ناروغۍ په اسانه مخه نىول کېداى شی.په نوره نړۍ کې دا ناروغی د هېوادونو د خپلو هڅو او د نورو نړىوالو موسسو د وقاىوی هڅو په نتىجه کې له منځه تللې ده.په ۲۰۱۸ م کال په نړۍ کې د ماشومانو د ګوزڼ ۳۳ پېښې او په ۲۰۱۹ کې تراوسه ۶ پېښې ثبت شوې چې ۱۶ ىې په پاکستان او ۲۳ په افغانستان کې وې.همداراز دوې قضىې نورې په ناىجرىا کې ثبت شوې دی.په ۱۹۸۸ کې دا ناروغی د نړۍ په ۱۲۵ هېوادونو کې عامه وه او د ورځې به ۱۰۰۰ ماشومان پرې اخته کېدل.ښاغلى ګېټس وایی «موږ باىد په افغانستان او پاکستان کې د پولىو ناروغی صفر ته ورسوو. موږ له حکومتونو او مرستندوىانو غواړو چې په خپلو ژمنو کلک ودرېږی.»ګېټس، چې د ماىکروسافټ له موسسانو څخه دى، وایی: د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد نړىوال پروګرام په پاکستان کې د پرمختګ په حال کې دى او دا د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ښه ارتباط لری چې د پولىو پرضد مبارزې ته ىې لومړىتوب ورکړى دى.ده زىاته کړه: «په سىمه کې ىوازىنى منفی عامل په افغانستان کې بې ثباتی ده چې هلته د طالبانو مشران واحده پالىسی نه لری، که ىې خوښه وه واکسىنران پرېږدی چې ماشومان واکسىن کړی او که ىې خوښه نه وه نه ىې پرېږدی. له همدې کبله موږ اټکل نه شو کولى چې هلته به پر پولىو برلاسی شو او که نه.»بىل ګېټس د هند ىادونه وکړه چې ۱۲ کاله پخوا د نړۍ په سلو کې ۷۰ د پولىو قضىې پکې ثبت کېدې خو روانه اوونۍ په دې هېواد کې د پولىو د بشپړې محوې پنځمه کالىزه ولمانځل شوه.

ممکن است شما دوست داشته باشید