روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بورېل د لبنان په اړه اندېښنه ښکاره کړه

د اروپایی ټولنې د بهرنی سیاست مشر جوزېف بورېل وړمه ورځ د لبنان د سیاسی او اقتصادی وضعیت په اړه اندېښنه ښکاره کړه.ښاغلی بورېل د لبنان له ولسمشر مېشل عون سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل: ((موږ سیاسی او اقتصادی بحران ته ،چې په اوس وخت کې لبنان ورسره مخ دی، ډېر اندېښمن یو. زه نن د دې لپاره دلته یم چې د اروپایی ټولنې په استازیتوب د لبنان له خلکو سره پیوستون او ملاتړ څرګند کړم او هم د دې هېواد چارواکو ته خپله اندېښنه ورسوم.))له کله چې د تېر کال په دوبی کې د لبنان د پخوانی صدراعظم حسن دیاب حکومت په بیروت کې تر بم چاودنې وروسته استعفا کړې، تر اوسه دا هېواد له سیاسی او اقتصادی بحران سره مخ دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید