روزنامه هیواد

بهرنیو هېوادونو ته د افغانی توکو صادرات زیات شوی

دافغانستان سوداګری دسیمې او نړۍ له هېوادونوسره دمځکې اوهواله لارې د پرمختګ په حال کې ده. عربستان، هند، ایران، متحدو عربی امارات او نوروهېوادونوته له افغانستانه توکې لېږدول کېږی او له دغو هېوادونو افغانستان ته رالېږدول کېږی. دافغان سوداګرو تکیه دپاکستان پرلارو، چې ورته ډېر زیانونه رسېدل کمه شوې ده. دهېواد ورځپاڼې خبریال دسوداګرۍ اوضایعودخونې له ویاند ښاغلی جان آقا نوید سره مرکه کړې، چې خپرېږی.

پوښتنه: له بهرنیوهېوادونو سره زموږ سوداګری څنګه پرمخ درومی؟

ځواب: دهوایی دهلېزونوله لارې بهرنیو هېوادونوته (۷۸۰۰) ټنه توکی صادرشوی دی.

د نړۍ له هېوادونوسره دافغانستان سوداګری دوام لری، زموږ دسوداګرۍ  پروړاندې کومه ستونزه نه شته ، خوپه ځینو سکتورونوکې ځینې ننګونې اوچالشونه دترانزیت په برخه کې له بهرنیو هېوادونو سره کله ناکله پیداکېږی. له نېکه مرغه چې دحل وړدی. په دې لاره کې دافغانستان دسوداګرۍ اوصنایعوخونه هلې ځلې کوی اویا دې ستونزې یې دسواګرو پروړاندې لرې کړی دی. موږ خپل فعالیت ته دوام ورکوو اوپه بریالیتوب سره مخ پروړاندې روان یو. دنړۍ له هغو هېوادونوسره، چې افغانستان ورسره سوداګریزه راکړه ورکړه لری اړیکې په بریالیتوب سره پرمخ درومی.

پوښتنه: زموږ دهېواد سوداګری له بهرنیو هېوادونو سره دهوایی دهلېزله لارې څنګه پرمخ روانه ده؟

ځواب: دافغانستان دسوداګرۍ اوصنایعو د خونې له موخو یوه دهوایی دهلېزونو پرانیستل دی، په تېره بیا له هغوهېوادونو سره، چې دمځکې له لارې دسوداګرو مالونه ژرنه رسېږی، خو د افغان حکومت او دسوداګرۍ او صنایعو دخونې په هلوځلو سره هوایی سوداګریزدهلېزونه پرانیستل شول. تراوسه پورې دهوایی دهلېزونوله لارې کابو (۶۰۰) هوایی پروازونه  شوی، چې (۷۸۰۰) تڼه افغانی تولیدات دعربی اماراتو، سعودی عربستان، چېن ، بحرین، قطر، هند، ترکیې، قزاقستان، انګلستان، چین او یوشمېر نورو هېوادونوته لېږدول شوی دی، دغه بهیرپه بریالیتوب سره پرمخ روان دى.

پوښتنه: له چین سره د افغانستان سوداګری څنګه ده؟

ځواب: دافغانستان سوداګریزې اړیکې دهرې ورځې په تېرېدوسره دپراختیاپه حال کې دی. موږ له چین سره دپاکستان دکراچۍ بندر له لارې راکړه ورکړه لرو.سربېره پردې د ایران دبندرعباس له لارې له دغه هېواد څخه واردات لرو اوهم داورګاډی پټلۍ له لارې دقزاقستان اوازبکستان له لارو افغانستان ته سوداګری په امتحانی توګه ترسره شوې ده. دسوداګرۍ اوصنایعو خونه په دې لټه کې ده، چې دتل لپاره چین ته دقزاقستان اوازبکستان له لارې د سوداګریزوتوکو لیږداورالېږ د منځ ته راشی، چې سوداګریزې صادراتی او وارداتی محمولې په لوړه کچه او حجم ترسره شی.

پوښتنه: تېرکال له پاکستان سره سوداګریزې ستونزې وې اوس دغه بهیر څنګه دى؟

ځواب: طبیعی ده، کله چې ډېرې سوداګریزې لارې پرانیستل کېږی زموږ د وارداتی توکو کچه ورسره لوړېږی اودغه بهیر خپله اغېزه   دپاکستان پرتولیداتو اووارداتو اچولى شی کله، چې پاکستان تل دخپلو لارو په اوږدوکې افغان سوداګروته د توکو دلېږدپرمهال ستونزې پیداکولې اوهم یې دلارې مالیات لوړول، دغه کار افغان حکومت او دسوداګرۍ اوصنایعوخونه دې ته اړه کړه، چې د نورو سوداګریزو لارو د پرانیستلو په لټه کې شی، چې ښه بېلګه یې دلاجوردو لاره، هوایی دهلېزونه، دچابهار بندر لاره دمنځنۍ اسیا له هېوادونو او د سیمې له نورو هېوادونو سره ده . ددغولارو پرانیستلو خپله اغېزه دپاکستان پرلارو اچولې ده، چې دپاکستان او افغانستان ترمنځ دسوداګرۍ دراکړې ورکړې کچه راټیټه شوه. اوس له پاکستان سره په سوداګرۍ کې کومه ځانګړې ستونزه نه شته.  څرنګه چې لارې ډېرې شوې اوخپله اغېزه یې پرپاکستان اچولې،  نو دپاکستان حکومت هم پرافغان سوداګرو بندیزونه لرې کړی اوددې ترڅنګ دپاکستان نوی حکومت افغان سوداګرو ته دآسانتیاوو دبرابرولو ژمنه کړې ده ، خداى دې وکړی، چې په خپلو ژمنو او وعدو عمل وکړی.

پاکستان له افغانستان سره دسوداګریزو اړیکو دپراختیا غوشتونکی دى. اوس زموږ دسوداګرو صادرات او واردات د پاکستان له لارې دوام لری.

پوښتنه: پرایران دامریکا اقتصادی بندیزونو د افغانستان او ایران ترمنځ پرسوداګرۍ څه اغېزه کړې
ده که څنګه؟

ځواب: افغانستان د ایران پرصادراتو بندیزونه دى لګول شوى. یوازې دتېلو پرصادراتویې بندیز لګولى دى. امریکا غواړی د ایران دتېلو صادرات صفر ته ورسوی. موږ خپل ډېرنفتی مواد له ترکمنستان، قزاقستان، روسیې اوځینو نورو هېوادونو څخه پېرو. اوس له ایران څخه لږ اندازه نفتی مواد پېرو، نوویلى شم ، چې د امریکا اقتصادی بندیزونو دافغانستان اوایران ترمنځ پرسوداګرۍ دومره اغېزه نه ده کړې، سوداګری ښه پرمخ روان ده. اوله ایران سره زموږ سوداګری یونیم میلیار ډالروته رسېږی.

پوښتنه: دافغانستان سوداګری دچابهار بندر له لارې څنګه ده؟

ځواب: دسوداګرۍ اوصنایعو خونې هلې څلې وکړې، چې سوداګریزې محمولې دچابهاربندر له لارې هند اونورو هېوادونوته ولېږدوی،خو له نېکه مرغه دچابهار بندر له دواړولورو سوداګری ترسره کېږی، اوس له دې لارې سوداګری روانه ده. همداوس(۵۰۰) ټنه هندی وریجې دچابهار بندرله لارې افغانستان ته راوړل شوی اوهمداسې له افغانستان څخه هندته (۵۷۰) ټنه بېلابېل توکی صادر شول. په دې توګه به په دویم اودریم پړاوکې بیا سوداګریزې محمولې هندته ولېږدول شی. ځینې کوچنۍ ستونزې په چابهاربندرکې شتون لری، چې دحل وړدی. له دې ډلې دنړیوال بانک نه شتون، اودپیسو دلېږد په برخه کې ستونزې دی. هلې ځلې روانې دی، چې په چابهار بندر کې دبانکونو ځینې څانګې پرانیستل شی. موږ دخڼدونو اوستونزو دلرې کولولپاره له ایران څخه غوښتنه کړې، چې دسوداګرو یوه اندازه پیسې دتضمین په توګه دی. موږ دتضمین شویو پیسو دکچې دټیټولو یا لغوه کولوغوښتونکی شوی یوو، چې دچابهار بندر له لارې سوداګری پراختیا ومومی.

پوښتنه: سوداګروته داسانتیا وو دبرابرولو لپاره څه وینا اوپیغام لرئ؟

ځواب: زموږ پیغام د هېواد خصوصی سکتوراوملی سوداګروته دادى، چې په لومړی پړاوکې په خپل هېوادکې پانګونه وکړی اودهېواد په دننه کې راکړه ورکړه وکړی. اوس په افغانستان کې دسواګرۍ اوپانګونې لپاره وړاومناسب فرصتونه شتون لری. په نورو هېوادونوکې، چې کله پانګوال پانګونه کوی، په سلګونو نورشرکتونه دسیالۍ لپاره راوځی، خوزموږ په هېواد کې سیالی نه شته. که وی هم کچه یې ډېره ټیټه ده. سوداګروته په افغانستان کې دګټې دترلاسه کولو ډېره ښه زمینه برابره ده.         محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید