روزنامه هیواد

بهرنیان وځی اوس څوک وژنئ او څه له منځه وړئ؟

 ولسمشر محمد اشرف غنی په هېواد کې د ملکی تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او وایی، چې د ورځې ګڼ شمېر افغانان د طالبانو له لوری د ښخو شویو ماینونو د چاودنو له امله خپل ژوند بایلی.ښاغلی غنی د سه شنبې په ورځ د اوبو او برېښنا اوونۍ پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل : کلونه مخکې نړیوال حرکت رامنځته شو، چې د ماینونو له فرش کولو مخنیوی وشی؛ افغانستان دا هوکړه په ویاړ سره لاسلیک کړه، خو اوس هم په افغانستان کې وحشت روان دی.د نوموړی په خبره ،چې د دې وحشت بېلګه د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ده ،چې هره ورځ هېوادوال د ماینونو له کبله قربانی ورکوی.هغه د اوبو او برېښنا اوونۍ پروګرام کې وویل: د خوښۍ ځای د،ی چې نن کندوز کې د ارچی او تخار کې د شهروان کانال پرانیستل وشو، چې پر وینا یې په مرسته به یې چاپېریال پاک، شاړې مځکې خړوبه، د مځکې لاندې د اوبو کچه لوړه او دغه راز د موسمی سېلابونو مخنیوی وشی.نوموړی زیاته کړه: (( د خوښۍ ځای دی چې نن کندوز کې د ارچی کانال، تخار کې د شهروان کانال، فراه او خوست ولایتونو کې د اوبو رسولو پروژې، ننګرهار په سب ستیشن کې د پنځم پاور ترانسفرمر نصبول او ۲۱ ولایتونو کې د اوبو رسولو ۱۲۲ پروژې ګټې اخیستو ته سپارل کېږی.))ولسمشرغنی په دې پروګرام کې د طالبانو له لوری د ټولګټو پروژو ورانولو ته په اشارې وویل : د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره د دغې ډلې ټولې پلمې ختمې شوې دی.محمد اشرف غنی طالبانو ته په خطاب کې وویل: (( طالبانو پیغام مو څه دی؟ څوک وژنئ، څه له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړوئ؟ نور مو پلمه چې تاسې له بهرنیانو سره جګړه کوئ، ختمه ده. کله چې بایډن د ځواکونو د وېستو اعلام وکړ، نو موږ وویل: پرېکړې ته یې درناوی لرو او پر عملی کارونو کار کوو.

ممکن است شما دوست داشته باشید