روزنامه هیواد

بلوڅان د وړوکی اختر په ورځ د بې درکه بلوڅانو لپاره مظاهرې کوی!

د بې درکه بلوڅو لپاره مبارزه کوونکی تنظیم (وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز) مرستیال مشر په ټولو خلکو غږ کړی چې د وړوکی اختر په ورځ دې له دوی سره د کوټې پرېس کلب مخې ته په احتجاجی مظاهره کې ګډون وکړی.د تنظیم مرستیال مشر ماما قدیر بلوڅ په ټوېټر خپره کړې وېډیو کې وایی، چې هغه خپل قوم، ټولو ګوندونو او د زده کوونکو اتحادیو او بشری حقونو په ادارو غږ کوی چې اختر اسلامی مذهبی او ثقافتی مېله ده، خو له تېرې یوې لسیزې راهسې په بلوڅ، پښتنو او سندیانو کې دغه خوشحالی ترخه شوې ده.هغه وایی دا مېله اوس د خوشحالو په ځای د خپلو خپلوانو د بې درکه کېدو له امله ناقراره کړې ده او په ځانګړی ډول د بې درکه کسانو زخمونه د اختر په ورځ تازه کېږی.ماما قدیر وایی ځکه هغه د ټولنې د هر فکر سره تعلق لرونکو، سیاسی ګوندونو، زده کوونکو اتحادیو، مدنی ټولنې او د وکیلانو ترڅنګ پر ټولو هغو چې خپلوان یې ورک دی چې دوی د اختر په ورځ په ۳ بجو د کوټې پرېس مخې ته په احتجاجی مظاهره کې ګډون وکړی او خپل اخلاقی بلوڅی،د پښتونولۍ او سندهی فرض پوره کړی او زیات خلک دې پکې ګډون وکړی.نوموړی له دغه وېډیو سره په ټوېټر لیکلی چې په بلوچستان کې دا وخت له ۴۵ زرو نه زیات کسان ورک دی او د دغو ۴۵ کورنیو لپاره اختر د خوشحالیو په ځای د غم مېله ده.هغه ویلی د نور کله په څېر به په دغه اختر هم وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز په ۳ بجې د کوټې پرېس کلب مخې ته احتجاجی مظاهره کوی. ماما قدیر ادعا کوی چې په زرګونو کسان یې بې درکه دی خو تېر کال د بلوچستان نېشنل پارټۍ مېنګل مشر اختر مېنګل پارلیمان ته په وېنا کې ویلی چې د دوی د ګوند له ۴۰۰۰ نه زیات خلک بې درکه دی.د پښتون ژغورنې غورځنګ هم ادعا کوی چې د زرګونو پېښتانه هم په زوره بې درکه کړی شوی دی.خو د بې درکه کسانو لپاره په ۲۰۱۱م کال کې جوړ کمېسیون تېر کال ویلی دوی ته د کمېسیون د جوړېدو له پیله ۵۲۹۰ مقدمې راغلې چې پکې د ۲۶۳۶ پته لګول شوې ده.

کمېسیون ویلی وو په دغو کې ۴۴۶ مقدمې داسې وې چې د بې درکۍ مقدمې یې نه جوړېدې او ۳۸۲ په تکنیکی بنیادونو ختمې کړی شوې او دا وخت ورسره ۱۸۲۸ مقدمې پرتې دی.د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل اصف غفور تېره میاشت یوې خبری غونډې ته په وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په اړوند ویلی و،(( د دوی درېـیمه غوښتنه د بې درکه خلکو وه، دوی د اووه زرو یا اته زرو خلکو فهرست راوړو په هغې ډېر کار شوی او په دې باندې قانونی کمېسیون کار هم کوی او دا شمېرې اوس ۲۵۰۰ دی چې حل شوی نه دی )) دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانی ملېشې پر قبایلی سیمو د ولکې او د بلوڅو د ازادۍ غوښتنې غورځنګ د ختمولو لپاره د پښتنو، بلوڅو او سیندیانو د سر سړی او مشران نیسی، وژنی یې او تر ننه یې مړی او ژوندی ورک دی!

ممکن است شما دوست داشته باشید