روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

بسم الله محمدی له خپل امریکایی سیال سره پر ستراتېژیکو او پوځی همکاریو غږېدلی

د ملی دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدی د امریکا له دفاع وزیر لوېډ اسټین سره تلېفونی خبرې کړې دی.د افغانستان د ملی دفاع وزارت وایی ،چې دواړو لوریو وړمه ورځ ماښام د ستراتیژیکو او پوځی همکاریو په هکله مؤثرې او هراړخیزې خبرې وکړې.د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، په دې تلېفونی مکالمه کې د امریکا دفاع وزیر د افغان ځواکونو وړتیاوې وستایلی او ویې ویل، چې دوی د افغان سرتېرو د اوږد مهاله تمویل او مسلکی زده کړو په برخه کې همکاریو ته دوام ورکوی او د افغانستان له حکومت سره دوامداره مشارکت ته ژمن دی.خبرپاڼه زیاتوی: (( د امریکا د دفاع وزیر د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو د ترهګرو د ځپلو په برخه کې فعاله او مهم رول وستایه او وې وېیل: موږ د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو د اوږد مهاله تمویل, تجهیز او د مسلکی زده کړو په برخه کې همکاریو او د افغانستان حکومت او خلکو سره دوامداره مشارکت ته ژمن یو.)) د ملی دفاع وزارت وایی، چې د امریکا د دفاع وزیر د طالبانو له لوری د تاوتریخوالی د زیاتېدو په هکله اندېښنه وښوده او دا یې هر اخیز تفاهم ته د رسېدو لپاره خنډ وباله. اسټین ټینګار کړی، چې د سولې خبرو له رامنځته شوی فرصت باید ګټه واخیستل شی، ترڅو افغانان تلپاتې سولې ته ورسېږی.

ممکن است شما دوست داشته باشید