روزنامه هیواد

برېتانىا افغانستان ته بودایی مجسمې بېرته سپاری

د طالبانو له خوا د بودایی کلتوری اثارو تر ویجاړولو کابو دوې لسیزې وروسته، بریتانیا اوس افغانستان ته یو شمېر بودایی مجسمې بېرته ورکوی. دغه اثار په ۲۰۰۲م کال کې د لندن په هوایی ډگر کې نیول شوی وو. د سکاټلنډ یارډ یا د لندن پولیسو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر مىاشتې په ۱۱مه) وویل چې یاد تاریخی او هنری توکی په ۲۰۰۲م کال کې د لندن په هېټرو هوایی ډگر کې نیول شوی وو خو په افغانستان کې د روان کړکېچ له کبله تر اوسه بېرته نه وو ورکړل شوی.د بودایی مجسمو نهه سرونه او یوه بله مجسمه به لا هم د ډسمبر مىاشتې تر پاىه پورې د بریتانیا په موزیم کې نندارې ته پراته وی او تر هغه وروسته به بېرته افغانستان ته وسپارل شی. دغه مجسمې د ۴ مې او ۶ مې عیسوی پیړۍ مربوط دی. په دغو پىړىو کې نننى افغانستان تر ډېره د بودایی مذهب تر اغېزې لاندې و.دا هنری توکی د پاکستان له لارې له افغانستانه بریتانىې ته قاچاق شوی وو.وسله والو طالبانو د خپلې واکمنۍ په دوره کې په افغانستان کې بودایی کلتوری اثار په پراخه کچه ویجاړ کړی وو. طالبانو په ۲۰۰۱م کال کې په بامیانو کې د بودا دوې سترې مجسمې هم د چاودېدونکو توکیو په وسیله ویجاړې کړې.د «برېتش میوزیم» په حواله یوازې له ۲۰۰۹ م کال راهیسې تقرىباً ۲۳۵۰ هغه توکی چې زیاتره ىې په غىر قانونی توگه له افغانستان، عراق او ازبکستانه دغه هېواد ته په ناقانونه توګه رسېدلی وو، د میوزیم د کارپوهانو په مرسته بېرته خپلو اصلی هېوادونه ته لیږدول شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید