د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د بریتانیا چارواکو ویلی: په راتلونکو اوونیو کې د کورونا په ضد د پراخ واکسین له پیلولو مخکې یې دوه میلیونه دوزه نور واکسین برابر کړی.بریتانیا چې په اروپا کې د (کووېډ-۱۹) ناروغۍ ډېره مړینه لری پرون وویل، هیله لری چې د کورونا واکسین په پیلېدو کې د نړۍ لومړنی هېواد شی.بریتانیا کې چې ۶۷ میلیونه نفوس لری، تر اوسه څه باندې ۵۸ زره کسان کورونا مړه کړی دی.د بریتانیا حکومت موافقه کړې، چې له بېلابېلو تولیدی شرکتونو څخه به ۳۵۰ میلیونه دوزه واکسین واخلی، په دې شرط ،چې واکسینونهیې ګټور ثابت شی.ګارډین او فایننشل ټایمز ورځپاڼو د روغتونونو په حواله ویلی، چې د دسمبر په دویمه اوونۍ کې به د واکسینونو لومړنی دوزونه ترلاسه کړی.
ټاکل شوې امریکا کې هم ډسمبر میاشت کې د کرونا ضد واکسین پیل