د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وایی ،چې د باختر هوایی شرکت ازمایښتی الوتنې پیل شوې دی.د یادې ادارې په خبره د دې شرکت الوتکو وړمه ورځ له کابل څخه کندهار ، هرات او مزارشریف ته الوتنې وکړې.د نوموړی ادارې پر وینا دغه شرکت په تیرو دوه لسیزو کې منحل شوی و او اوس د کورنی ترانسپورت بازار ته داخل شوی.د افغانستان د ملکی هوایی چلند اداره وایی، چې د دې شرکت بوینګ ۷۳۷ الوتکې کندهار ، هرات او مزارشریف ته الوتنې کړې دی.د دې ادارې ویاند نعیم صالحی پرون رسنیو ته ویلی ،چې باختر شرکت به په نږدې راتلونکی کې خپل رسمی فعالیتونه پیل کړی.ده زیاته کړه ،چې د باختر افغان هوایی شرکت الوتنې ممکن په رسم توګه په څو ورځو کې پیل شی.نوموړی وایی: اوس مهال هرات، کندهار او مزارشریف ته د امتحانی الوتنې پیل شوی، خو رسمی الوتنې تراوسه نه دی پیل شوی.صالحی زیاته کړه، چې د تیر په څیر د باختر افغان هوایی شرکت الوتکې به یوازې کورنۍ الوتنې ولری.د باختر افغان دولتی هوایی شرکت په ۱۳۴۵ کال کې د کورنیو الوتنو لپاره د آریانا هوایی شرکت تر څنګ فعالیت پیل کړ، خو دوه لسیزې مخکې د کورنۍ جګړې له امله وتړل شو.په ۲۰۱۹ م کال کې، افغان حکومت یوځل بیا اعلام وکړ چې دغه شرکت به بیا فعالیت پیل کړی ، خو د کورونا ویروس خپریدو ځنډولی.په ورته وخت کې، د باختر هوایی شرکت رییس مسلم خرم وایی، چې دې شرکت د خپلو کارونو د پیل لپاره د ایکایو نړیوال معیارونه پوره کړی.خرم وایی، چې د پیلوټ د بریالۍ الوتنې وروسته به د باختر الوتکې ولایتونو ته خپل رسمی او منظم پروازونه پیل کړی.دا مهال د اریانا هوایی خصوصی شرکت الوتکې او د کام ایر خصوصی شرکت الوتکې یو شمېر هېوادونو ته الوتنې کوی او په کورنیو الوتنو کې هم برخه اخلی.