روزنامه هیواد

باتورو افغان ځواکونو پرهلمند یرغلګرله ملاماتوونکو ګوزارونو سره مخ کړل

د افغانستان جمهور رییس او دافغان ځواکونو اعلی سرقوماندان محمداشرف غنی اودغه راز د افغانستان یو شمېر لوړ پوړو دولتی اوحکومتی چارواکو اونورو خلکو په هلمند کې ددوو چورلکو د راغوځېدو په پېښه کې داتو اتلو او شهیدانو شویو پیلوټانو د جنازو اوهمدارنګه دکندهار ولایت د پخوانی امنیه قوماندان شهید جنرال عبدالرازق اڅکزی ددویم تلین له امله په جوړو شویو مراسمو کې برخه واخېسته چې په ترڅ که یې دهغوی له ډلې څخه جمهور رییس محمداشرف غنی دافغانستان له تاریخی او قسم خوړلو د ښمنانو سره دمبارزې په لاره کې د یادو شویو اتو شهیدانو پیلوټانو او د شهید جنرال عبدالرازق اڅکزی د زیاتو سرښندنو،اتلولیو او باتوریو د ستایلو په ترڅ کې پرخپلو مېړنیو اوزړه ورو افغان ځواکونو او پرخپل هېواد او سولې مینو خلکو غږوکړ چې دیادو شهیدانو پیلوټانو اودغه راز ترڅنګ یې دشهید جنرال عبدالرازق پرپله پل کېږدی او  دافغانستان پرهلمند او دهېواد پرنورو ولایتونو دې د طالبانو اوداسې نورو ترهګرو وحشیانه بریدونه شنډ او یرغلګردې له ملاماتوونکو سره مخ کړی او هغوی دې پرملا ماتوونکو ګوزارو سره د نابودۍ اوتباهۍ د ژوروګړنګونو ګوزارونو تل ته پورې وهی او له خاورو سره دې خاورې کړی اوداسې دې وځپی چې بیا سر راپورته نه کړی او بیا بریدونه ونه کړی.

د رسنیو له لارې خپاره شوی رپوټونه وایی چې افغان ځواکونوپرهلمند وحشی صفتو یرغلګرو او بریدګرو ته زیاته مرګه ور اړولې چې څه مړی یې دجګړې په ډګر کې پراته دی او یو زیات شمېر مړی او ټپیان یې دجګړې له ډګر څخه د هلمند له ولایت سره نږدې ګاونډکې د ډیورنډ  کرغېړنې کرښې هغې غاړې دپاکستان دګوټې سیمې ته لېږدول شوی چې مړې یې په پاکستان کې خاوروته وسپارل شول اوټپیان یې چې زیاتره یې پاکستانی ملیشه اوپوځیان وو، دکوټې په ځانګړو روغتونو کې بسترشوی او دپاکستانی طبی کارکوونکو له لورې تر درملنې لاندې دی چې دا ډول چارې د افغاسنتان په کورنیو چارو کې دتېرې کوونکو پاکستانی جرنیلانو او پنجابیانو بې شرمانه او مذبوحانه لاسوهنې په اثبات رسوی اوپه دې برخه کې له واقعیتونو پرده پورته کوی چې افغان حکومت یې په غبرګون کې باید له ډېر سخت اوجدی چلند څخه کارواخلی او مکار، درواغجن، تیری کوونکی او دوه مخی پاکستان دې له ورته ځوابیه کړنو او بریدونوسره مخ کړی اویادې دملګرو ملتونو نړیوال سازمان اودامریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه دې ته اړه کړی چې پردغه تېری کوونکی هېواد پاکستان د زیاتو فشارونو، دړه کو، پوځی ګواښونو له لارې اقتصادی اوسیاسی بندیزیونه ولګوی او په سرکې دې امریکا له افغانستان سره  لاسلیک شویو اوږدمهالو ستراتیژیکو اوامنیتی هوکړه لیکونوته دکتو له مخې پاکستان اودهغه روزل شوی ، وسله وال شوی او تغدیه شوی ګوډاګی طالبان اونورې په لسګونو وحشی صفتې ترورېستی ډلې په نښه کړی اوداسامه، ملااخترمحمدمنصور، صدام ،قذافی اوقاسم سلیمانی له برخلیکو نو سره مخ کړی او دافغانستان پرضد دې دفجیعو او شنیعو عملونو د ترسره کولو په تور پرسختو جزاګانو ورسوی اوپه پایله کې دې د افغانستان په کورنیو چاروکی دبې شرمانه اومذبوحانه لاسوهنو په کلکه ډډه وکړی اوله دې لارې دافغانانو دیوې سترې غوښتنې او آرمان په توګه د کلونوکلونو په دغه جګړه ځپلی هېواد افغانستان کې د تلپاتې سولې ډېوه د تل لپاره پرځلېدو راشی.

رپوټونه وایی چې پرافغانستان دڅه دپاسه څلوېښت کلنو تپل شویو خونړیو جنګ جګړو په بهیر کې پرهلمند او دهېواد پرداسې نورو سیمو د نړۍ دمغرضو ، مخربو اولاسپوڅو طالبانو او نورو ترهګرو د ډېرو بېرحمانه او وحشیانه بریدونو اویرغلونو په پایله کې نه یوازې دبېګناه ، بېدفاع او مظلومو خلکو وینې تویې کړی او پرخپلو سرو وینوکې یې رغړولی دی او زیاتې ښځې یې بورې، کونډی، رنډې اوزیات ماشومان یې یتیمان، بې سرپرسته اوبې برخلیکه کړل او د زیاتو ویرونو اوماتمونو دګاللو پرټغرونو یې کېنول او له امله یې د اوښکو پرځای خپلی سرې وینې وژړلې، بلکې دهغوی کورونه ،کلی او بانډې یې پرکنډوالو بدلې کړې او هغوی یې دخپلو کورونو پرېښودوته اړکړل او دکډوالۍ اوبېځایه کېدو د زیاتو ستونزو او ګړاوونو دګاللو له ناخوالو اونادودو سره یې لاس او ګریوان کړل، نو پردې بنسټ ډېرحتمی برېښی چې د نړۍ سوله غوښتونکی اوبشردوست هېوادونه اونورسیمه ییز او نړیوال خیرغوښتونکی بنسټونه اوژغورنده  غورځنګونه باید پردغو جګړه ځپلو، کډوالو اوبېځایه شویو افغانانو د پوره زړه سوی، صله رحمۍ او انسانی عاطفې له مخې پر افغانستان دتپل شویو جګړو دپای ته رسولو لپاره په کلکه خپله ملاوتړی اوله دې لار دی افغانانو ته دسترواوبا ارزښتو خدمتونو دسرته رسولو جوګه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید