روزنامه هیواد

اېمل ولی خان: د پاکستان د ظلمونو پرضد به له پښتنو سره درېږو !

د عوامی نىشنل گوند د پښتونخوا صوبې صدر اېمل ولی خان ویلی د هغو خلکو خلاف به تحرىک چلوی ،چا چې دپاکستان حکومت جوړ کړى دى. هغه له (( وی او اى ډىوه )) سره په فىسبوک مرکه کې ووىل:(( د حکومت خلاف تحرىک نه دى پکار ځکه چې دا خو د شگو بوجۍ ده ))د اېمل خان په خىال دشگو بوجۍ چاته نقصان نه شی رسولى، ده ووىل چې اصلی خلک هغه دی چې هغوى د شگو د بوجۍ شاته ناست دی او دا بوجۍ (حکومت) استعمالوی.د اىمل ولی خان مطابق وس وخت دى چې د پاکستان هره اداره دې په خپل چوکاټ کې کار کوی. د اىمل ولی په خىال که داسې نه وی نو د ادارو تر منځ هم گډوډې جوړه شی:((  په لویه اداره کې د بد اطمىنانۍ خبرې کېږی ))له هغه نه چې پوښتنه وشوه د لویې ادارې نه یې مطلب څه دى؟ نو هغه ویل:(( زما مطلب فوځ دى ))اىمل ولی خان تېره مىاشت دملت پال عوامی نىشنل گوند د پښتونخوا صوبې صدر شوى دى.اىمل ولی خان ووىل چې په پاکستان کې په تېرو اتو مىاشتو کې ډېرې مسئلې پىدا شوې دی، پکار ده ټول گوندونه راټول شی، هغه ووىل:(( د عوامو لپاره راىو ځاى کېدل پکار دی )) په پاکستان کې تىره اوونۍ د پىپلز گوند په روژه ماتی کې د حکومت د مخالفو سىاسی گوندونو مشران راغونډ شوی وو چې اىمل ولی خان هم پکې و. د اىمل ولی خان مطابق په دغې غونډه کې فىصله وشوه له وړوکی اختر وروسته به په اسلام اباد کې ټول گوندىزه غونډه کېږی او په هغې کې به د تحرىک لپاره تگ لاره تىارېږی.خو اىمل ولی خان دا هم ووىل که نور گوندونه څه هم کوی د دوى گوند به د خپلې صوبې د وساىلو پوښتنه کوی. د اىمل ولی په صوبه کې تر ټولو ستر چىلنج تحریک انصاف ګوند بولی: ))

په پښتونخوا کې دوى (پاکستان تحرىک تنصاف) تباهی وکړه.. د تېرو پنځو کلونو بجټونه عبس شول ، دا هر څه د قصده وشول چې دا فنډونه (پنگې) بىرته وفاق ته لاړې شی ))اىمل ولی خان د ىوې پوښتنې په ځواب کې ووىل چې په پاکستان کې ىواځې پښتون نه، هر وړوکی قام ته ژوند ډېر گران دى، خو د پښتنو نسل وژنه روانه ده:

(( زما د جرگې  او مرکې خلک وژل کېږی، زما د قام په مشرانو حملې کېږی، زما په جماعتونو حملې کېږی، زما په سکولونو حملې کېږی، زما په ىونىورسټىانو حملې کېږی، زما په عزتونو حملې کېږی. دا هر څه چې زموږ په خاوره اور بل دى دا هر څه موږ ته د ضىاالحق له پالىسۍ وروسته مىلاوېږی، زه به ورسره تړلې خبره وکړم چې په افغانستان کې یې ولې جګړه را منځته کړه!؟ ))

هغه غوښتنه وکړه چې دا کار چې چا شروع کړى و خپله غلطی دې ومنی.

په وروستىو کې لىدل شوې ، د عوامی نىشنل گوند ىو شمېر غړی د پښتنو د بشری حقونو لپاره مبارزه کوی،هغوى بې وسلې تنظیم پښتون ژغورنې غورځنگ په احتجاجی غونډو کې گډون کوی، په دې هکله د ىوې پوښتنې په ځواب کې اىمل ولی خان ووىل چې که د گوند کوم ملگرى که بل ىو فورم ته ځی نو اجازت دې واخلی گنی گوند به ىې په ضد کارروایی کوی. هغه ووىل دى د هغوى (پی ټی اىم) په غم کې شرىک دى:(( هرځاى چې پرې سخته خبره راغلې ده زه ورسره ولاړ ىم ))

ددې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو د پی ټی اىم له غوښتنو سره موافق ىې ؟ اىمل ولی خان ووىل:

(( زه د خپل تحرىک سره ولاړ ىم، زه د خپلې پارټۍ سره ولاړ ىم، زه د پښتنو چې څه مساىل دی چې هغه هر ځاى دی زه د هغې اواز اوچتومه نه چې د بل سړ ی سوچ ىا فکر، زه نه چا پسې ودرېږمه نه څوک ځان پسې ودرومه، زما سره د باچا خان بابا سوچ دى، او د هغې سوچ او د فکر لاندې خپل منزل ته روان ىم، زه که هغه پی ټی اىم دى که هغه نور پښتانه دی، که هغه افتاب خان دى که هغه د بلوچستان واله محمود خان اچکزى دى، زړگىه، زه نه چا پسې ودرېږمه او نه څوک ځان پسې ودرومه، زه نه د چا حامی ىمه او نه د چا مخالف ىمه، زه د پښتون قوم حامی ىمه، د پښتون قوم د حق لپاره که هر څوک اواز اوچتوی زه د هغه سره اواز اوچتولو ته تىار ىم، زه نه چا سره جنگ کولو ته تىار ىم، زه نه چا سره ملگرتىا کولو ته تىار ىم، زما خپل سوچ او فکر دى د خپل سوچ او فکر لاندې روان ىم، که چرته هم زموږ د قام په انټرسټ (مفاد) خبره سمون خوری موږ به پرې ىو ځاى ىوو، که نه خوری موږ به نه ىو. ))

ممکن است شما دوست داشته باشید