روزنامه هیواد

ایران په خپله خاوره کې د افغانانو د وژنې اسناد نه منی

ایران نه منی چې ګواکې په خپله خاوره کې یې افغان کارګر وژلی او بیا یې سېند ته اچولې.دا خبره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد په یو ویډیو پیغام کې رسنیو ته کړې او وایی: ایران هغه شواهد او اسناد رد کړی، چې د افغان پناه غوښتونکو او کارګرو د وژنې او ځورونې د پېښې په تړاو ورسپارل شوی وو.ښاغلی هېواد وایی ،چې د څېړنو په بهیر کې د افغان کمېسارانو اسناد، شواهد او مدارک خپلو ایرانی سیالانو ته وړاندې کړل، خو متاسفانه د هغوی د تایید وړ ونه‌ګرځېدل.هېواد وایی: افغان حکومت دا کار د عدالت د تامین لپاره وکړ او هڅه کوی چې په راتلونکی کې د داسې پېښو مخه ونیسی ، خو ایران غواړی چې له دیپلوماټیکو لارو دا قضیه تعقیب کړی.افغان چارواکی په خپلو څېړنو کې وایی ،چې ایرانی پوله‌ساتو ځواکونو د غویی په ۱۳مه یعنې څه باندې دوې اوونۍ وړاندې ۴۷ افغان پناه غوښتونکی په وهلو او د ټوپک په زور د سېند له لارې بېرته افغانستان ته د اوښتو لپاره اړ کړی وو.د دغو افغانانو له ډلې ۱۲ کسان وژل شوی وو او ۱۷ لا درکه دی او پاتې ۱۷ نور ژغورل شوی.افغان حکومت د پېښې د قربانیانو کورنیو ته یوه یوه نمره مځکه او یو یو لک افغانۍ ورکړې او هم‌یې له ژوبلو کسانو سره ۵۰ زره افغانۍ مرسته او کاری موقع برابره کړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید