روزنامه هیواد

ایران نیمروز او هرات ولایتونو ته د برېښنا پر لېږد او د بادی برېښنا په تولید کار کوی

ایرانی چارواکو زرنج او هرات ښارونو ته د برېښنا د لېږد او هلته د بادی برېښنا د تولید ژمنه کړې ده.د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلی، چې دا ژمنه کابل ته له ایران څخه راغلی فنی او تخنیکی پلاوی ورسره کړې ده.یاد پلاوی چې مشری یې د ایران د انرژۍ وزارت مرستیال همایون حایری کوله د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلی، د سوداګرۍ، ټرانزېټ، او برېښنا په برخو کې به له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتې کړی.په دې لیدنه کې محمد حنیف اتمر هم په خپلو خبرو کې ویلی، افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادی او سوداګریزو همکاریو پراختیا او پیاوړتیا ته ژمن دی.دغه راز ایران او افغانستان په خپلو کې د هر اړخیزو همکاریو یو سند هم لاسلیکوی ،چې د طرحې په بشپړېدو یې عملاً کار روان دی.د سند د لاسلیک کېدو خبره وروسته تر هغه مطرح شوه، چې څه موده وړاندې په ایران کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالی پېښې زیاتې شوې.دواړو هېوادونو ښه وګڼله چې د ورته پېښو د مخنیوی لپاره یو سند لاسلیک کړی، څو د کډوالو حقونه خوندی او د تاوتریخوالی ورته پېښې تکرار نه شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید