روزنامه هیواد

ایران: ملګری ملتونه دې د افغانستان او ایران د اوبو په وېش کې دخالت وکړی

اىران له ملګروملتونو وغوښتل، چې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د اوبو د وېش په مسئله کې دخالت وکړی.د اىرنا خبری اژانس د راپور له مخې، له ملګروملتونو څخه دا غوښتنه د اىران مرستىال ولسمشر عىسی کلانتری وکړه.د اىرنا پر اساس، ښاغلی کلانتری، چې د اىران د چاپېرىال ساتنې رییس هم دى، د ملګروملتونو د اوسېدونکو له همغږونکې مېرمن اوګوچی دانىل سره په کتنه کې د خپل هېواد په سىستان او بلوچستان ولاىت کې رامنځته شوی بحران او د دې ولاىت د نىم میلىون اوسېدونکو ستونزو ته په اشارې ووىل: ((افغانستان د امرىکا د فشار او مداخلې له کبله اىران ته د اوبو د ځانګړې شوې ونډې، چې دوو هېوادونو پرې رسماً موافقه کړې ده، له ورکولو ډډه کوی او له دې امله د اىران د خلکو روغتىا او اقتصاد له خطر سره مخامخ شوى دى.))افغانستان په ځلونو وىلی، چې پر اىران ىې اوبه بندې کړی نه دی ،خو د پر له پسې وچکالىو له کبله د افغانستان د سېندونو اوبه کمې شوی دی.سږ کال په افغانستان کې بېسارې وچکالی ده، چې له کبله ىې په لکونو افغانان بې ځاىه شوی دی. اکثره بې ځاىه شوی افغانان ىوازې سرپناه او وچه ډوډۍ غواړی، خو حکومت او مرستندوىې ټولنې نه شی کولى چې د هغوى د ستونزو غم وخوری.مرستندوىو ټولنو خبردارى ورکړى ،چې په سږنی ژمی کې به ښایی د ډېرو بې ځاىه شوىو کورنىو ماشومان د ىخنۍ او د کافی خوراک د نه رسېدو له کبله له ژونده بې برخې شی.اىران پر افغانستان د اوبو په خاطر او پر امرىکا د بندىزونو په خاطر د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو مالی او پوځی ملاتړ زىات کړى  ، چې له کبله ىې د افغانستان اقتصادی ستونزې لا ډېرېږی او دا په ىو نه ىو ډول اىران په خپله اغېزمنوی، خو د اىران مرستىال ولسمشر ښاغلى کلانتری وایی، چې اىران د اخلاقی اصولو او ښه ګاونډىتوب د نورمونو له مخې، څه باندې دوه نىم میلىون افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده.ده ادعا وکړه : (( درست قانونی افغان کډوال له هغو ټولو امتىازونو برخمن دی، چې اىرانىان ىې لری.))کلانتری په اىران کې د اوبو د کمښت د مسئلې د ىادونې په ترڅ کې ووىل: په اىران کې دا ستونزه د نړۍ تر نورو برخو جدی ده.اىرنا د ملګروملتونو د استازې په قول وىلی چې ملګری ملتونه د بېوزلۍ له منځه تګ، د ولسونو هوساىنې، خوندی چابېرىال او دوامدار پرمختګ ته لومړىتوب ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید