روزنامه هیواد

ایران: له سوله ییز افغانستانه ملاتړ کوو

  ایران وایی: له خپلواک افغانستان او د دې هېواد د سولې له بهیر څخه هر اړخیز ملاتړ کوی.د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف د ملی مصالحې عالی شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلی دی.دواړو لورو په افغانستان کې پر روان وضعیت او د سولې پر پروسې بحثونه کړی دی.د ایران د پارلمان رییس ویلی، چې دواړه هېوادونه په خپلو کې ژورې تاریخی اړیکې لری او ایران د افغانستان تر څنګ ولاړ دی. د ده په خبره دوی په افغانستان کې له اوسنی حکومت، خپلواکۍ او د سولې له روان بهیره هر اړخیز ملاتړ کوی او هڅه کوی له افغانستان سره یې اړیکې لا پیاوړې او پراخې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید