روزنامه هیواد

ایران د توغندیو ازموینو ته دوام ورکوی

د ایران پوځ وایی: د میزائیلو د جوړولو پروګرام او د توغندیو ازموینو ته به دوام ورکړی.د ایران د پوځ ویاند عبد الفضل شیخکرچی ویلی، چې د میزائیلو پروګرام او ازموینې له نړیوالو قوتونو سره د ۲۰۱۵ میلادی کال د اټومی تړون په چوکاټ کې نه‌راځی او تهران به د دې لپاره د کوم هېواد اجازه ونه‌غواړی.دا په داسې حال کې ده ،چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د روانې ډسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه ویلی و، چې د ایران له‌خوا د منځنی واټن وېشتونکو میزائیلو چې اټومی سروکی انتقالولى شی، ازموینې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سرغړونه ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید