روزنامه هیواد

ایران ته د جرمنی د بهرنیو چارو د وزیر بې ګټې سفر

له ایران سره د نړیوال اټومی تړون د ژغورنې په موخه د جرمنی د بهرنیو چارو د وزیر هاىکو ماس، هڅو هېڅ څرگند پرمختگ نه دى کړى. په تهران کې له خپل سیال جواد ظریف سره له دوه ساعته خبرو وورسته هم د لانجې اصلی ټکی حل نه شول، خو دواړو خواوو پر دې سربېره هم دغه لیده کاته رغوونکی وبلل او هغه تړون ته یې د ژمن پاتې کېدو خبره وکړه چې ایران له اټومی وسلو جوړولو منع کوی، خو ایران ته اقتصادی گټې ور په برخه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید