روزنامه هیواد

ایران باید د دوه اړخیزې هوکړې پربنسټ له افغان کډوالو سره چلند وکړی

د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت، له ایران څخه غوښتی، چې کډوالو مسئله دې نه سیاسی کوی او په ډله ییز ډول افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدلو څخه دې ډډه وکړی. د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت مرستیال ویاند محمد رضا باهر د پنجشنبې په ورځ  امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلی، چې د مهاجرت مسئله یوه بشری مسئله ده او باید په همدې بڼه دغې مسئلې سره چلند وشی.ښاغلی باهر وویل: (( موږ له ایران هم غواړو، چې د مهاجرت مسئلې ته د بشری او ټولنیزې پدیدې په توګه وګوری. په افغانستان کې کاری فرصتونو نشتون او ناسم امنیتی وضعیت ته په کتو موږ له ایران غواړو، چې په ډله ییز ډول افغان مهاجرین له ایران ونه باسی))پر ایران د امریکا د نویو بندیزونو د لګیدلو وروسته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچی د ایران دولتی خبری آژانس (ارنا) ته ویلی، چې د بندیزونو د زیاتېدو په صورت کې  ښایی میلیونونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړی.عباس عراقچی ویلی، چې همدا اوس درې میلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوی، چې له دغه شمېر دوه میلیونه یې په دغه هېواد کې په کار بوخت دی، چې په کال کې د درېیو څخه تر پنځه میلیاردو یورو پورې پیسې له ایران څخه وباسی.ښاغلی عراقچی ویلی: (( که چېرې بندیزونه اغیز وکړی او زموږ د تېلو خرڅلاو صفر ته ورسیږی، ایران اړتیا لری، چې د خپل اقتصاد لپاره یو ځانګړی سیاست په پام کې ونیسی او ښایی اوسنی وضعیت ته دوام ورنه کړی شو او له خپلو افغان وروڼو او خویندو غواړو، چې له ایران څخه ووځی)) د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دې کار ته د اړ کېدو مسوولیت د امریکا په متحدو ایالتونو اچولی دی.ښاغلی عراقچی ویلی: (( د انسانی پلوه نه غواړی داسې څه پېښ شی، خو که مجبور شو دا کار به وکړو))ښاغلی عراقچی ویلی، چې اوس مهال ۴۶۸ زره افغان زده کوونکی د ایران په ښوونځیو کې په وړیا ډول زده کړی کوی، چې د دغه ایرانی چارواکی پر وینا په هر یو یې کال کې دغه هېواد شپږ سوه یورو مصرف کوی.همدانګه هغه ویلی، ۲۳ زره افغان کډوال د ایران په پوهنتونونو کې زده کړې کوی، چې په کال کې په هر یو باندې ۱۵ زره یورو مصرف کېږی.د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو وزارت د معلوماتو له مخې، تېرکال له ایرانه د شپږ سوو زرو زیات افغان کډوال خپل وطن ته ستانه شوی وو، چې زیات شمېر یې د هغوی له خوښې پرته افغانستان ته ستانه کړی شوی وو.د مهاجرت د نړیوالې ادارې ( آی او ایم) د رپوټ له مخې، د روان میلادی کال په څلورو میاشتو کې ټول څه باندې ۱۵۲ زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوی، چې څه باندې ۱۴۴ زره یې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوی دی.امریکا په وروستیو کې پر ایران خپل اقتصادی بندیزونه او فشارونه زیات کړی ، چې په تازه بندیزونو کې یې د ایران پر فلزی صنعت هم بندیزونه لګولی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید