روزنامه هیواد

ایران او افغانستان د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر دوام خبرې کړې

د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د انرژۍ له رییس او د افغانستان او ایران د اقتصادی همکاریو د ګډ کمېسیون له مشر رضا ارداکیان سره تلېفونی خبرې کړې دی.دواړو لورو پوره یو ساعت پر بېلو مسایلو بحثونه کړی دی.دواړو لورو همدا راز د انرژۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی او د اقتصادی همکاریو د ګډ کمېسیون پر راتلونکو کارونو یې بحثونه کړی دی.ایرانی لوری ویلی ،چې دوی له افغانستان سره د اقتصادی همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی او په دې لټه کې دی، چې له دغه هېواد سره د انرژۍ په برخه کې هم همکارۍ او اړیکې پراخې کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید