روزنامه هیواد

ایران آذربایجان او ارمنستان ته خبرداری ورکړی

ایرانی‌چارواکی وایی، چې د ناګورنو قره باغ له لانجمنې سیمې څخه د دوی پر خاورې لس توغندی لګېدلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل، چې د ایران پر خاورې د دغو توغندیدو د لګېدو له کبله یو کس وژل شوی هم دی.نوموړی ونه ویل ،چې دا توغندی د کوم اړخ له لوری توغول شوی،‌ خو خبرداری یې ورکړ که  ((  بیا دا کار تکرار شو، د ایران اسلامی جمهوریت به بې تفاوته پاتې نشی.)) د ایران رسنۍ وایی، چې د دغو توغندیو له کبله د ((خدا افرین)) په سیمه کې ودانۍ هم ویجاړه شوې ده.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: که دا توغندی له هر اړخ څخه توغول شوی وی، ایران ته د منلو نه دی.د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د ناګورنو قره باغ په سیمه کې د سپتمبر په ۲۷ جګړه پیل شوه، چې له کبله یې سلګونه کسان وژل شوی او ژوبل شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید