روزنامه هیواد

ایرانۍ معترضې خوشې شوې

د ایران چارواکو څلور ښځې چې پر ښځو سپورټی لوبغالو ته پر ورتګ د بندیز پر ضد یې د اعتراض لپاره د نارینه جامې اغوستې وې، له توقیفه خوشې کړې دی.دا خبر د بشری حقونو د څارنې د سازمان یوې څېړونکې، تارا سپهری فر  وړمه ورځ پر ټویټر خپور کړی دی.د هغې پر وینا: پر نیول شویو ښځو تور لګېدلی و، چې په غیر قانونی ډول‌یې ورزشی لوبغالو ته د ورننوتلو هڅه کړې وه او په ضمانت خوشې شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید