روزنامه هیواد

 ایرانی ځواکونو له خوا د افغان مسافرو د ډله ییز قتل څېړنه

د افغانستان جمهوری ریاست وړمه ورځ د جمعې په ورځ ۱۰ کسیزه پلاوی ټاکلی چې د ایرانی پوله‌ساتو ځواکونو له خوا د ګڼو افغان کډوالو د قتل او بیا یې د مرمۍ په زور د هریرود سېند ته د چولو زړه بوګنوونکې پېښه وڅېړی! د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی د حکم پر بنسټ له ایران سره پر پوله زموږ د یو شمېر هېوادوالو د وژلو د ژورې او هر اړخیزې ارزونې په موخه د وسله‌وال پوځ اعلی سرقوماندانۍ نظامی سرمفتش محمد حمید طهماسی په مشرۍ ۱۰ کسیز پلاوی وګماره. د ولسی جرګې د کورنیو چارو، ملی دفاع، بهرنیو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د ملی امنیت عمومی ریاست، د هرات ولایت مقام، د ولایتی شورا او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د پنځمې سرحدی لوا استازی د دغه پلاوی غړیتوب لری. ۷۰ افغان کډوال په غیر قانونی توګه له هراته د ایران خاورې ته ننوتلی وو. د شاهدانو په وینا، د ایران پوله‌ساتو یاد افغان کډوال وهلی ډبولی او د مرمۍ پر زور یې له شکنجې وروسته د هریرود سیند ته اچولی. تر اوسه د ۱۸ افغان کډوالو مړی موندل شوی ۶ کډوال ورک دی او نور ژوندی پاتې شوی دی. د مړو شویو پر بدن د تاوتریخوالی او شکنجې نښې شته. دا پېښه په کور د ننه او نړیواله کچه غندل کېږی او ستر بشری او وحشیانه جنایت دی، چې په هېڅ توګه د بښلو نه دی، د افغانستان بشری حقونو خپلواک کمېسیون دا کړنه ټکان ورکوونکې بللې او د هر اړخیزو پلټنو غوښتنه‌یې کړې ده. له بده مرغه چې ایرانی چاراکی له دې تېښته کوی اووایی، چې ګنې (( دا پېښه د ایران پر خاوره نه‌ده شوې.)) که دا خبره ریښتیا وی، نو بیا د ایران پوله ساتی ځواکونه د افغانستان په خاوره کې څه کوی، که د ایران دغو ځواکونو د افغانستان په خاوره کې دا جنایت کړی وی، نو دا بیا بله سرغړونه او د افغانستان پر خاوره او ولس تېری دی! ایرانی چارواکی پر خپل ځان عریضه کوی! د ایران پوله‌ساتو ځواکونو له‌خوا د افغان کډوالو دا شکنجې د افغانستان د نړیوالو متحدانو غبرګونونه هم راپارولی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلی: (( له افغان کډوالو سره د ایرانی ځواکونو د بد چلند او ځورونې راپور خواشینی کړی دی.)) د مرکزی او جنوبی اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیالې الېس ولز هم په دې اړه د هر اړخیزو تحقیقاتو ملاتړ کړی دی. په افغانستان کې د اروپایی ټولنې دفتر د چهارشنبې په ورځ د مې میاشتې په شپږمه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی چې له ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د برخلیک په اړه اندېښنه لری. همداراز ویل شوی چې اروپایی ټولنه په دې اړه هر اړخیزه پلټنه غواړی او تمه لری بشپړ شفافیت رعایت شی. د بخښنې نړیوال سازمان د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشیا ګاسمن دغه کړنې ټکان ورکوونکې بللې دی. دې ازادۍ راډیو ته ویلی، په دې اړه چې دقیقاً څه شوی، باید هر اړخیز تحقیقات وشی. جمهورریس اشرف غنی امر کړی، چی په هریرود کې د افغانانو د اوراچولو د پېښې تحقیقات وکړی. په همدې حال کې د ایرانۍ لاریو موټروانان په افغانستان کی په مرګ باندی تهدید شوی دی. یوې ایرانۍ لارۍ ته په هرات کې اور اچول شوی دی. د ایرانی ځواکونو له خوا پر افغان مسافرو د دغه ظلم دا پېښه که څه هم لومړنۍ نه ده، سخت حساسیتونه یې را پارولی دی، که ایران په دې اړه خپل مسوولیت په سمه توګه ادا نه کړی او سم ځواب ورنه کړی، نو ښایی د افغانانو له خوا له سختو غبرګونونو سره مخ شی! د پېښې دقیقې پلټنې غوښتنه هم په ملی او نړیواله کچه شوې او کېږی، هیله ده، چې دا اروزنه له دې غوښتنو سره سمه وشی او حق حقدار ته وسپارل شی. دا ظلم په هېڅ توګه د بښلو نه دی او ایرانی لوری باید د دې پېښې په اړه عدالت پلی کړی!

ممکن است شما دوست داشته باشید