روزنامه هیواد

ایرانی استازی له طالبانو سره د تهران د خبرو رپوټ ولسمشر غنی ته وړاندې کړ

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غنی پرون سهار د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیدعباس عراقچی خپل حضور ته ومانه.په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه دواړو لورو د دولت په دولت هراړخیزو اړیکو د ارزښت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د پروسې او له چابهار بندر څخه د غوره استفادې د څرنګوالی په اړه بحث او خبرې وکړې.د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، له طالبانو سره د ایرانی مقاماتو د وروستیو کتنو په اړه جمهوررییس غنی ته راپور ورکړ او د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت یې د سولې پروسې د تداوم په اړه د خپل دولت د تعهد د دوام ډاډ ورکړ.دغه راز په دې کتنه کې د موثرو پایلو د ترلاسه کولو په موخه په ټولو ابعادو کې پر لازیاتې کاری همغږۍ هم ټینګار وشو.

ممکن است شما دوست داشته باشید