روزنامه هیواد

ایا پاکستان د افغان سولې لپاره تیارى نیولى او که څنګه؟

امریکا یوځل بیا هڅه کړې، چې پاکستان مالوم کړی، چې ایا فشارونو د افغان سولې لپاره چمتو کړى او که څنګه؟ د دې لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ته لیک لېږلى او د افغان سولې لپاره ىې ترې مرسته غوښتې ده. سپینې ماڼۍ ویلی چې دا لیک یې ور استولى دى، خپله عمران خان هم ویلی، چې د ولسمشر ټرمپ لیک یې تر لاسه کړى دى. پاکستانی کړۍ وایی، چې ګنې ولسمشر ټرمپ په دغه لىک کې له صدراعظم عمران خانه غوښتنه کړې چې پاکستان دې په افغانستان کې د جګړې د پاى ته رسولو ملاتړ وکړی چې په بدل کې ‌ىې له هغوى سره ترىنګلې اړىکې بېرته ورغوی. وایی ولسمشر ټرمپ په دغه لىک کې منلې چې پاکستان دا وړتىا لری چې تر کنټرول لاندې سیمو کې یې د طالبانو ځالې له‌منځه ىوسی. په لىک کې دغه‌راز روښانه شوې چې د افغان سولې له پروسې سره د پاکستان مرسته د امرىکا او پاکستان د پاىداره شراکت د رامنځته کولو لپاره اساسی ده. ټرمپ ټىنګار کړى چې پاکستان او امریکا ته په‌کار ده چې د ګډ کار او د شراکت د نوی کولو لپاره فرصتونه ولټوی. پاکستان هم ویلی، ژمن دى چې د ښه نىت له مخې د سولې لپاره د اسانتىاوو برابروونکى رول ولوبوی. په پاکستان کې د طالبانو، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو ځالې نه یوازې د افغانستان، بلکې د سیمې او نړۍ او په ځانګړې توګه د امریکا د سختې اندېښنې وړ مسئله ده، له همدې امله د افغان حکومت په غوښتنه امرىکا پر پاکستان فشار راوستى چې د طالبانو مشران د خبرو مېز ته حاضر کړی. دا په داسې حال کې ده، چې پرون د افغان سولې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خلىل‌زاد پاکستان ته لاړ او هلته یې له پاکستانی مشرانو سره خبرې وکړې، په ورته وخت کې برېټانیوى ټلګراف ورځپاڼې ویلی، چې د طالبانو مشر ملا هبه الله د قطر دفتر طالب پلاوى پاکستان ته ورغوښتى، چې له امریکا سره د لیدنې لپاره د خبرو اجندا جوړه کړی. خلىل‌زاد چې له دې مخکې ىې افغانستان او سىمې ته د امرىکا د سولې د نوىو هڅو په ترڅ کې دوه ځلې سفرونه کړی، په دغه نوی سفر کې چې د روانې مىلادی مىاشتې تر ۲۰مې پورې دوام کوی، پر پاکستان او افغانستان سربېره شپږو نورو هېوادونو روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجىم، متحدو عربی اماراتو او قطر ته چې د طالبانو دفتر په‌کې پرانىستى، هم ولاړ شی. ښاغلی خلىل‌زاد هىله ښودلې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه به د راروان کال د حمل تر مىاشتې چې ټاکل شوې، د ولسمشرۍ انتخابات وشی، ترلاسه شی. په ورته وخت کې د امریکا په مشرۍ ناټو د بروکسل په سرمشریزه کې ویلی، چې ناټو به د افغان سولې دوه نور اړخونه ایران او روسیه هم دې ته وهڅوی، چې د افغان سولې لپاره مرسته وکړی. د ناټو عمومی سرمنشی ىنس سټولټبرګ وایی، دوى «د افغانستان د ستونزې د هواری لپاره» د افغانانو په مشرۍ د سىاسی توافق او سولې پر پروسې باور لری، خو وایی، د سىمې هېوادونو په ګډون له روسىې او اىرانه هم تمه لری چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهىر څخه ملاتړ وکړی. ښاغلی‌ سټولټنبرګ چې د سې شنبې په ورځ د« لېندۍ پر ۱۳مه» ىې په بروکسل کې د ناټو د بهرنىو چارو وزىرانو د غونډې په اړه خبرې کولې خبرىالانو ته ووىل چې ناټو او غړی هېوادونه ىې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهىره ملاتړ کوی. نوموړی زىاته کړه چې ناټو له افغان سرتېرو سره د ښوونو، مشورو او مرستې له لارې هڅه کوی چې د افغانستان د سولې لپاره « سىاسی حل لاره» پىدا کړی. په ورته وخت کې ناټو طالبانو او ترهګرو ډلو ته هم پیغام ورکړى، چې هغوى په افغانستان کې د جګړې په زور نه شی بریالی کېداى، نو باىد د سولې مېز ته کېنی، او له دولت سره ىو ځاى شی، (( موږ د روسىې او اىران په ګډون له ټولو سىمه ىىزو قوتونو څخه تمه لرو چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړی او په دې برخه کې خپل اغېز لرونکى رول ادا کړی.))  هغه زىاته کړه چې په افغانستان کې د پرمختګونو په ځانګړی ډول د ښځو د حقوقو او خلکو شموله ستاىنه کوی او وایی په افغانستان کې به له ډموکراټىک بهىره ملاتړ ته دوام ورکړی. نوموړی وړمه ورځ هم د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنىو چارو وزىرانو د غونډې د اجنډا په غونډه کې خبرىالانوته ووىل چې ناټو د افغانانو د امنىت او ساتنې په خاطر په افغانستان کې پاتې کېږی او نه غواړی چې دغه هېواد ىو ځل بىا د ترورىستانو په خوندی ځاى بدل شی. د بجلىم مرکز بروکسل کې د ناټو د بهرنىو چارو وزىرانو غونډه د سې شنبې په ورځ پیل او نن به هم دوام وکړی، ناټو به په دې غونډه کې تر ۲۰۲۴ م کال پورې د افغان ځواکونو ملاتړیز ماموریت نور هم تمدید کړى. په عىن حال کې د امرىکا دفاع وزىر وىلی چې د افغانستان جګړه کافی اوږده شوې ،د حل لپاره یې هڅې کوی، خو له افغانستانه وتل یې په اجندا کې نه دی، دا خبره ناټو هم کړې، چې له افغانستانه وتل ورته په ستره بیه تمامېږی او حاضر نه دی، چې افغانستان ترهګرو ته پرېږدی او یوځل بیا د هغوى په ځاله بدل شی. جېمز مټېس دغه څرګندونې مخکې له دې چې له خپلې هندۍ سارې سره وګوری، په واشنګټن کې خبرىالانو ته وکړې. مټېس وىلی، متحد اىالتونه د هر مسوول دولت د مرستې په تمه دی چې د جنوبی اسىا په وچه او د افغانستان د جګړې د پاى ته رسېدو او سولې د ټىنګېدو ملاتړ وکړی. په ورته وخت کې طالب لوری د سولې لپاره کوم تیارى نه دى ښکاره کړى، بلکې د امریکا په مشرۍ یې د ناټو د وتلو غږ پورته کړى، دا غږ د هغوى نه بلکې د پاکستان، ایران او روسیې دى. له همدې امله د سولې هڅې له ستونزو سره مخ کېږی، خو د ناټو او امریکا د ملاتړ دوام ډېر مهم دى، هغوى باید د افغان ځواکونو تمویل، تجهیز او وړتیاوو لوړولو ته ډېره اوږه ورکړی، چې نه طالب او نه هم کومه ترهګره ډله په افغانستان کې د پردیو او تاریخی دښمنانو په لمسون جګړه وکړاى شی. له دې پرته بله لاره ښې پایلې نه شی ورکولى، دا چې امریکا له پاکستانه د سولې همکاری غواړی او خلک دا د سولې لپاره اغېزمنې هلې ځلې بولی، خو په حقیقت کې پاکستان په افغانستان کې په هېڅ صورت سره له جګړې لاس نه اخلی،بلکې پاکستان ازرول کېږی، چې هغوى د ترهګرۍ د ملګرتیا له امله نړیوالو فشارونو څومره اړ ایستلی او د ترهګرۍ ملاتړ پرېښودلو ته اړ شوى او که نور فشارونه هم پرې واچول شی؟ خو پاکستان بیا هم هڅې کوی، چې پر ملا مات اقتصاد یې د امریکا په مرستو بیا ورغاوی او د ترهګرۍ او اورپکۍ د فعالیتونو او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د دغو ډلو د تمویل او تجهیز پیسې له امریکا تر لاسه کړی، وېره ده، چې په نږدې راتلونکې کې به د پاکستان کلداره نور هم خپل ارزښت له لاسه ورکړی او په بې سارې توګه به را ولوېږی، خو امریکا به د پاکستان دمهاملې ملاتړ هله کوی، چې یقینی شی، چې پاکستان د ترهګرو ځالې له منځه وړې دی.

حمزه اتل

ممکن است شما دوست داشته باشید