روزنامه هیواد

ایا د پاکستان په ټاکنوکې به داسې کسان د سیاست ډګر ته راشی چې د ښه ګاونډیتوب فکر ولری؟

د نړۍ په هرهېواد کې که ټاکنې پارلمانی وی یا د ولسمشرۍ لپاره یو عام معمول دی، ځکه په سیاسی لحاظ هغه هېواد ته د نړۍ د نورو هېوادونوترمنځ مشروعیت وربخښی ، د ټاکنو په واسطه په یوه ملک کې د چارواکوټاکل د دموکراسۍ او وګړنیزخودارادیت له ټولو لوړاصل ګڼل کېږی، خوشرط دادی، چې ټاکنې شفافې او رڼې وی . په دې نږدې شپو ورځو کې په ګاونډی هېواد پاکستان کې یوځل بیا پارلمانی ټاکنې کېږی چې د همدغه پارلمان له غړو څخه بیا صدراعظم ټاکل کېږی او صدراعظم بیا د کابینې په ټاکلو سره حکومت جوړوی، خو د پاکستان په ملکی او نظامی برخو کې د چارواکو ټاکل د افغانستان په سیاست نېغه اغېزه لری ، ځکه پاکستانی استخباراتی کړیو او نظامیانو له اوږدې مودې را په دې خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې په لوړه کچه مغرضانه لاسوهنې وکړې او نه یوازې افغانستان ته یې زیان اړولى ، بلکې په اوږد مهال کې یې پاکستانی عام ولس ته هم په سیاسی اواقتصادی لحاظ د انزوا ترخه سرخوږی جوړکړی دی، موږ په ګاونډی هېواد پاکستان کې د راتلونکوټاکنواوپه ترڅ کې یې د رامنځ ته کېدونکوڅېرواو پر افغانستان یې د اغېزو په اړه د هېواد له سیاسی تحلیلګرښاغلی سید جاوېد اندېش سره مرکه کړې چې ستاسې پام یې لو ستلو ته را اړوو .

دده په وینا د ټاکنو له لارې په یوه ملک کې د نېکو، زړه سواندو اوکارپوهو شخصیتونو تشخیص او بیا د رایو د کارونې له لارې د هغوی را منځ ته کېدل یونېک اوپه ځای اقدام دی، خو لویه ستونزه داده چې کله ناکله د نړۍ په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم ټاکنې ددرغلیو قربانی کېږی ، چې ناوړه پایلې یې پرملت پرېوزی، ځکه داسې څوک را منځ ته کېږی چې پر ملی ګټو فکرنه کوی ، بلکې پر هغه څه فکرکوی چې دده ناروغ سیاسی مزاج یې غواړی او یا داسې کسان را منځ ته کېږی چې روانی ناروغی لری او خپلې ګټې د بل په وژلو او ځورولو کې لټوی .

دده په ویناپه پاکستان کې په راتلونکو ورځو کې پارلمانی ټاکنې ترسره کېږی، خو زه د پاکستان په ځوانانو او عام ولس غږ کوم ، دا ځل داسې چاته رایه وکاروئ چې په ګاونډیو هېوادونو کې د لاسوهنې پر ځای د خپل ملک په ملی ګټوفکروکړی

د اندېش په وینا ځوانه طبقه د پاکستان اویا سلنه نفوس رانغاړی، چې دا قشر د ټاکنو له لارې د پاکستان په داخلی او بهرنی سیاست کې د مثبت بدلون په
را وستو کې ستر رول لوبولى شی ، د ښاغلی سید جاوېد په وینا په عامه کچه که فکر وکړو د پاکستان عام ولس له جنګ جګړو سولې ته ترجېح ورکوی او غواړی چې په خپل ملک کې سوله ییز ژوند ولری، خو د دوی دا هیله د دوی د هېواد د نظامیانو او استخباراتی کړیو له لاسه په ناهیلۍ اوښتې ده، ځکه د په هېواد کې هم هره ورځ چاودنې او زړه بوګنوونکې پېښې را منځ ته کېږی  ، زما پیغام د پاکستان خویندو او وروڼو په تېره بیا ځوان نسل ته دادی ، چې تاسې هم سوله ییز ژوند ته اړتیا لرئ، سوله د هر چا لپاره د اکسیجن په شان اړینه ده. په تکرار سره غږ کوم چې اې پاکستانی ځوانانو ! د ټاکنو له لارې راتلونکی رهبران به ستاسې لپاره ښه کار وکړی ، راځئ له تاو تریخوالی تېرشو او خپل ملکونه په اقتصادی لحاظ په پښو ودروو، د آسیا لویه وچه او په تېره بیا منځنۍ آسیا چې تقریباً د نړۍ شپېته سلنه وګړی دلته ژوند کوی د نفت او ګازو پراخې او غنی زېرمې لری ، خو بیا هم په دې هېواد ونو کې ۹۰۰میلیونه وګړی د فقرترخط لاندې ژوند کوی که دا زېرمې په اتحاد او اتفاق یو د بل په منلو سره راوسپړل او په کار واچول شی ټولو ته به ډوډۍ پیدا شی .

د سید جاوېد اندېش پروینا پاکستان د استخباراتی فعالیتونو په اعمالو سره اوس ۹۰ میلیارده ډالره پور وړى دى، خو اوس هم لګیا دی استخباراتی کړیو او نظامیانو یې زموږ په هېواد کې د انسان وژلو د ماشین څرخ د خپلې لوړې هزینې په لګښت سره په حرکت را وستلى دى، چې د دغو فعالیتونو په ادامه به نورهم دا ملک پور وړى شی ، ځکه جنګ تربل هرڅه لوړلګښت لری ، زه  د پاکستان له ځوانا نو هیله کوم چې نور د ټاکنو له لارې داسې څوک خپل زعیم وټاکئ چې ددوی د مالیاتو او نورو عوایدو پیسې په استخباراتی موخو ونه لګوی ، د پاکستانی وګړو په اقتصاد فکر وکړی، نه په سیمه ییزو تاوتریخوالو چې نه دوی ته ګټه رسوی او نه موږ ته له داسې اعمالو دې لاس واخلی، ځکه د خپلو دغو ناوړه او انسانی ضد اعمالو په ترڅ کې به حتمی د نړۍ  نقشې له مخې نابودېږی ، پاکستانی نظامیان په ناپوهۍ کې یوازې په هغه څه فکر کوی چې خپله تدریجی ورکه یې په کې نغښتې ده .

یعقوب امین

ممکن است شما دوست داشته باشید