روزنامه هیواد

ایا د وېټامینو تابلېټونه گټوردی؟

د وجود د قوت د زىاتوالی ىا د بدن د وزن د کموالی لپاره د درملو اعلانونه ښاىی اکثرو خلکو لوستلی او ىا هم د تلوېزىون په پردو لىدلی وی،  چې واىی ددې ډول درملو استعمال (( گټور او بې ضرره)) دى.نوې څېړنه چې (( د امرىکا د طبی انجمن په ژورنال)) کې خپره شوې ده په دغه ډول محصولاتو کې د ىو ډول موادو د شتون خبره کوی، چې ددې رپوټ په بنسټ (( د عامې روغتىا جدی اندېښنه)) ىې رامنځ ته کړې ده.پوهانو په دې څېړنه کې له ٢٠٠٧ څخه تر ٢٠١۶ م کلونو پورې لږ تر لږه ۷۷۶ ډوله د وېټامىنونو او د تقوىې تابلىټونه په نښه کړی،  چې په کې پټ مضر مواد موجود وو. په دغو تابلىتونو کې شاوخوا ۴۶ سلنه ىې د جنسی قوت ۴١ سلنه ىې د وزن د کمولو او ١٢ سلنه نور ىې د عضلاتو د لوىولو مواد وو.د غذا له دغو کاملوونکو موادو څخه په ىو شمېر کې ىې د ((داپوکسىتىن)) په نامه د خپگان ضد درملو شتون ، چې د امریکا په متحدو اىالاتو کې منع شوی د پوهانو د اندىښنې ىو عامل دى.همداشان ((سلدنافىل))  چې د نارىنه وو د بدنی قوت د درملو اصلی مواد دی پدغو محصولاتو کې لىدل شوی،  چې د لوړ فشار لرونکو او قلبی ناروغىو اخته کسانو لپاره ىې استعمال په جدی توگه زىان رسوونکى گڼل کېږی. ىا هم د چاغۍ ضد خوراکی توکو کې ((سىبوترامىن)) موجود و. سىبوترامىن د هغو جدی خطرونو په وجه چې زړه او رگونو ته ىې پېښوی په ٢٠١٠ میلادی کال کې په امرىکا کې د منع شوىو درملو په لېست کې شامل شوی.غذاىی کاملوونکی مواد که څه هم، د درملو، تابلىتونو او کپسول په ډول جوړېږی، درمل نه دی او په حقىقت کې وېټامىن لرونکی خوراکی توکی، منرالونه او له بوټو نه جوړ شوی محصولات دی،  چې اکثربازار ته له وړاندې کېدو دمخه ىې مصئونىت او گټورتىا په هېڅ ډول نه دی ازماىل شوی.اټکل کېږی چې د امرىکا نىماىی خلک د غذا ددغو کاملوونکو موادو له ىو ډول نه استفاده کوی. څېړونکی اټکل کوی ، چې اوس ددغو محصولاتو د تولىد او خرڅلاو کارو بار د ٣۵ مىلىاردو ډالرو په ستر صنعت بدل شوى دى.

له دې ټولو سره سره، د امرىکا د غذا د علمی شورا مرستىاله  چې د غذا د تکمىلوونکو موادو د تنظمولو مسوولىت ىې په غاړه دى استدلال کوی،  چې ددغو موادو په ٨٠ زره ډولونو کې د ٧٧۶ تقلبی محصولاتو شتون جدی دى، خو ډېر پراخ نه دى.دغه نوې څېړنه همداشان څرگندوی،  چې تقرىباً ددغو ټولو درملو پر شا باندې لىکل شوی، چې (( بشپړه طبىعی او بې ضرره دی)) پداسې حال کې چې استعمال ىې د هغه چا لپاره چې ناروغۍ لری کې جدی ستونزې وزىږوی.
له خپلسری او غىر ضروری استفادې نه دې ډډه وشی او په ځانگړې توگه هغه کسان،  چې په نورو ناروغىو اخته دی ددغه ډول دوا گانو له استعمال دمخه دې له خپل ډاکتر سره مشوره وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید