روزنامه هیواد

اوکراین: روسی هکرانو د سمندری ځواکونو پر وېب پاڼې برید کړی

د اوکراین دفاع وزارت وایی ،چې د روسی حکومت اړوند هککرانو د اوکراین د سمندری ځواکونو پر وېب پاڼې برید کړی او په تور سمندرګی کې یې د روانو ګډو تمریناتو په اړه ناسم معلومات خپاره کړی دی.د اوکراین دفاع وزارت وړمه ورځ په بیان کې ووېیل: د کرملین د پروپاګندې ټول ماشین په دې برید کې شامل دی چې غلط اسناد او جعلی خبرونه یې د روانو سمندری پوځی تمریناتو په اړه خپاره کړی دی.په دې تمریناتو کې دوه دېرش هېوادونو برخه اخیستې ده.د اوکراین دفاع وزارت زیاتوی ،چې دا ستونزه تر اوسه نه ده هواره شوې او په لنډ راتلونکې کې به د سمندری ځواکونو د وېبپاڼې دا مشکل حل شی.اوکراین بیا-بیا روسیه په دا ډول سایبری بریدونو تورنوی ،خو مسکو تل دا تورونه رد کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید