روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

اوروزلا فن درلاین د اروپایی کمېسیون د رییسې په توګه نومول شوې

د اروپایی ټولنې د غړو هېوادونو رهبرانو د جرمنی دفاع وزیره د اروپایی کمېسیون د رییسې په توګه ونوموله.اوروزلا فن درلاین د چهارشنبې په ورځ په سټراسبورګ ښار کې د اروپایی ټولنې د پارلمان د مقر د لیدو پر مهال رسنیو ته وویل: (( زما لپاره مهمه دا ده چې ډېرې خبرې واورم چې ډېر څه زده‌کړم، څو وکړاى شم په را روانو دوو اوونیو کې خپل هغه لید اروپایی پارلمان ته وړاندې کړم چې په را روانو پنځو کلونو کې د اروپایی ټولنې لپاره دى.))

ممکن است شما دوست داشته باشید