روزنامه هیواد

اوبراین: د راتلونکی کال په لومړیو کې به امریکا په افغانستان کې دوه نیم زره پوځیان ولرو

 د امریکا د ملی امنیت سلاکار رابرت اوبراین وایی، له کرسمیس وروسته د ۲۰۲۱ م کال په لومړیو کې به هم تر دوه نیم زره امریکایی پوځیان په افغانستان کې دېره وی.اوبراین دا خبره وروسته له دې وکړه چې ،ټرمپ په وروستۍ یوه اوونۍ کې دوه ځلې وویل ،چې تر کرسمیس پورې به له افغانستانه امریکایی پوځیان ووځی.د سی این بی سی د راپور له مخې، اوبراین وویل: ټرمپ پنټاګون ( د امریکا دفاع وزارت) ته امر کړی چې د ۲۰۲۱ م کال تر لومړیو پورې په افغانستان کې د امریکایی پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته رالږ کړی.د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم امریکایی پوځیان باید د ۲۰۲۱ تر مې میاشتې ، چې د میلادی کال څلورمه میاشت ده، له افغانستانه ووځی ، نو پر دې اساس د اوبراین څرګندونې د طالبانو او امریکا له موافقې سره په ټکر کې نه شی ګڼل کېدای او حاضردمه هم امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر هغه حد کم کړی، چې په موافقه کې یې اټکل شوی و.د ټرمپ د ملی امنیت سلاکار ښاغلی اوبراین سی این بی سی تلوېزیون ته ویل: (( په نهایت کې افغانستان باید د افغانانو له لوری اداره شی او افغانان باید سره یولاس شی او د خپل افغانستان لپاره یوه حللاره ومومی.))اوبراین وویل، چې د ولسمشر امر به په ځای کړی ، ځکه چې د ټولو قواوو عمومی قوماندان دی او له دې موضوع دفاع وزیر مارک ایسپر هم پوره خبر دی.تر دې مخکې ګڼو امریکایی رسنیو ویلی وو، چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د امریکا د دفاع وزیر په ګډون پوځی قوماندانانو تایید کړی نه دی او داسې ښکاری چې د ښاغلی ټرمپ څرګندونې د انتخاباتی کمپاین برخه وی.د امریکا د دفاع وزارت د راپورونو له مخې، د افغانستان په ۱۹ کلنه جګړه کې امریکا ۱۹۳ میلیارد ډالره لګولی ،خو په مجموع کې د افغانستان، عراق او سوریې جګړې امریکا ته په ۱ تریلیون او ۵۷ ملیارډ ډالره تمامې شوې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید