روزنامه هیواد

انسان باید ناهیلی نه شی

د ژوند له شپو څخه یوه شپه د ځان او جهان په فکر کې شوم، په ټولو کایناتو کې د الله تعالی د قدرت نښه (ستوری) ځلېدل په خندا شو او ورته ویې ویل: ټول کال غافل وې، نو نن شپه دې څنګه هرڅه ته پام شو. ما ورته وویل زه د یو الوتونکی په څېر لوېدلې پېښمانه یم، لاره مې ورکه کړې کاش چې په دې تیارو کې یوه روښنایی ووینم او خپله لاره په کې پیدا کړم او ورپسې روانه شم کاش د خپلو تېروتنو د جبران موقع په لاس راشی یا هم بېرته خپلو تېرو وختونو ته تللې وای او دا تېروتنې مې نه وای کړې، ستوری په خندا شول او ویې ویل ته هغه ذات نه پېژنې چې همدا شېبه تا ګوری، ته ولې د خپل زړه حال نه ورته وایې که څه هم ستا له ټولو رازونو خبر یم  ته ولې  هغه دربار ته نه ورځې او هغه ته پناه نه وړې، ولې روښنایی له هغه نه غواړې.  ته ورشه مخکې له دې چې هغه تا له منځه یوسی هغه ذات ته ورشه کوم چې له تا سره نه اوسی، نو ځان تنها احساسوی هغه ذات چې مهربانه، بښوونکی، پالونکی او پاک ذات دی، ورشه مخکې له دې چې په دې ګناه کې ډوب شې پاک او سبحان خداى ته رجوع وکړه د هغه عبادت او بنده ګی وکړه، چې ټولې ستونزې دې حل شی او په مخ دې د رحمن او مغفرت دروازې پرانیستل شی که څومره هم ناهیلې وې، نو بیا هم ورشه.

ساجده ((امرخېل)) د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنڅی د پښتو څانګې د درېیم کال محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید